کابل ( پژواک، ٥ غبرګولى ٩٣ ) : په کابل کې د کرکټ د ١٢ غوره لوبـډلو ترمنځ د ولايتي سياليو په لړ کې لوګر فارياب ته او ننګرهار خوست ته ماتې ورکړه.
د هېواد د ١٢ ولايتونو ترمنځ د کرکټ د بابای ملت غوره ليګ جام سيالۍ د غبرګولي په ٤ مه، په کابل کې پيل شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هره ورځ يوه لوبه دکابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او بله يې د زرملوال په لوبغالي کې ترسره کېږي .
هغه زياته کړه، چې د کابل په لوبغالي کې د لوګر اوفارياب ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د لوګر په بريا پاى ته ورسېده.
د هوتک په وينا، د لوبې پچه د لوګر لوبـډلې وګټله او فارياب لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د فارياب لوبډلې په ٤٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري محمد شاه ٢٦ او رومل ٢٥ مندې جوړې کړې ، دلوګر له لوري يوسف ٥ او نور الله درې لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل ، چې د لوګر لوبـډلې ياد هدف په ٣٧ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د لوګر له لوري عمران ٦٠ او خان ولي ٣٠ منډې وکړې.
يوسف ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ بورډ وياند وايي ، دويمه لوبه چې په زرملوال لوبغالي کې ترسره شوه، د ننګرهار په بريا پاى ته ورسېده.
فريد هوتک وويل ، چې ننګرهار لوبډلې په ٥٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې جوړې کړې ، د ننګرهار له لوري نقيب الله ٧٥ او طارق ٣٧ منډې وکړې او د خوست له لوري سيف الله او علي زمان درې درې لوبغاړي وسوځول.
د هغه په وينا، د خوست لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او په ٤٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧١ منډې جوړې کړې.
نقيب الله ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.









