منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ په سياليو کې کابل د لوګر او کندهار د فارياب لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل ( پژواک ٦ غبرګولى٩٣ ):نن د “بابای ملت غوره جام” په نوم د کرکټ د ولايتي سياليو په ترڅ کې د کابل ولايتي لوبډلې د لوګر او د کندهار ولايتي لوبډلې د فارياب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه  کې راغلي، چې د کابل او لوګر ولايتي لوبډلو ترمنځ سيالي د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لوبې پچه د لوګر ولايت کپټان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې د کابل لوبغاړو د لوبې تر ۴۹ اووره د ۲۵۲ منډو هدف ورکړ ، چې له ډلې يې عمران ۷۱، امان ۸۲ او نثار ۴۰ منډې جوړې کړې او د لوګر لوبډلې له لوري سميع ۴ او داوود هم ۴ لوبغاړي وسوځول.

سرچينه ليکي ، چې د لوګر لوبغاړو ونه کړای شول ورکړل شوی هدف بشپړ کړي او  د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې تر پايه ۱۹۸ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې ډلې  سميع ۶۱ او داوود ۳۲ منډې وکړې او د کابل توپ اچوونکو له لوري کريم ۲ او انعام ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دې سياليو کې امان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

بله سيالي د فارياب او کندهار لوبډلو ترمنځ د کابل په  زرملوال په لوبغالي کې ترسره شوه.

 سرچينه ليکي، چې د لوبې پچه د کندهار لوبغاړو وګټله او په ټاکل شويو پنځوسو اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۵ منډو هدف ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار له لوبغاړو  منير ۱۰۲، جمعه ګل ۷۷ او سميع ۷۵ منډې جوړې کړې او  د فارياب له لوري عبدالهادي د کندهار درې لوبغاړي وسوځول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د فارياب لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او  د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۴۵ اوور کې يې ۲۰۱ منډې جوړې او لوبه يې د کندهار پر وړاندې وبايلله.

کرکټ بورډ ليکي ، چې  د کندهار توپ اچوونکو له لوري نوين څلور او ثناءالله دوه  لوبغاړي وسوځول.