کابل ( پژواک، ١٠غبرګولى ٩٣ ) : په کابل کې د استراليا سفير وايي ، هېواد يې چمتو دى چې له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې همکاري وکړي.
د استراليا سفير جان فليپ په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولينو سره تر ليدنې وروسته له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل ، چې د افغانستان کرکټ پرمختګ کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله به راتلونکى کال په استراليا او نيوزيلينډ کې د کرکټ د ٥٠ اووريزو سياليو په نړيوال جام سياليو کې ګډون وکړي.
فليپ وويل، چې ددې سياليو پر مهال به په کابل کې د استراليا سفارت نيمايي استراليايي مامورين هلته وي او له سيمه ييزو وګړو سره به د کرکټ په لوبغالو کې د افغان لوبډلې ملاتړ وکړي.
نوموړي د افغانستان کرکټ ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په دې وروستيوکې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.
د استراليا سفير وويل ، دى به هڅه وکړي، چې د افغانستان او استراليا د کرکټ ادارو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي، څو د استراليا کرکټ اداره وکولى شي له افغانستان سره همکاري وکړي.
په کابل کې د استراليا د سفير په کور کې ياده غونډه د افغانستان کرکت بورډ د ملي اکاډمۍ د استراليايي روزونکي پيټر انډرسن په وياړ جوړه شوې وه.
انډرسن وويل، چې دا دده لپاره وياړ دى، چې د افغانستان په څېر يوه جنګ ځپلي هېواد ته د روزنې په موخه راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې افغانستان په کرکټ کې ښه استعدادونه لري او هيله يې څرګنده کړه، چې ددغه هېواد د کرکټ لوبډله به په راتلونکي کې نوره هم وځليږي.
په ياده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال نسيم الله دانش، د کرکـټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د اجرائيوي رياست مرستيال دوست محمد نظري، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي، د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي او پخواني کپتان او اوسني روزونکي رييس احمدزي برخه اخيستې وه.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد د استراليا له سفير څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په برخه کې هلې ځلې کوي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان د کرکټ د اکاډميو او لوبغالو د جوړېدو ترڅنګ د نړيوالو روزونکو او نورو برخو کې د استراليا مرستې ته اړتيا لري.










