Language

تالقان(پژواک،١٣غبرګولى٩٣): د تخار امنيه قوماندان وايي، چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو ډلو ملاتړي دي.

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني د غبرګولي په ١٣ مه د وسلو سپارلو په يوه پروګرام کې وويل، چې په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې ۱۵۰ نامسووله وسله والې ډلې شته، چې طالبان يې مشري کوي.

قطغني وايي، هڅه کوي څو دغه  نامسووله وسله والې ډلې د خبرو له لارې و هڅوي او وسلې پر ځمکه کېږدي.

په دې ولايت کې په ټولو تازه مواردو کې د چاه اب ولسوالۍ له خيلان سيمې څخه د قوماندان ظاهر پر مشرۍ يوه ۶ کسيزه ډله، له وسلو سره پوليسو ته تسليم شوه.

امنيه قوماندان وايي، ددغو ناقانونه وسله والو تسليمېدل به په سيمه کې د ټاکنو په بهير مثبت اغېز وکړي.

ده وويل: ((۱۵۰ نامسووله وسله والې ډلې د تخار په بېلابېلو سيمو کې له طالبانو څخه امکانات ترلاسه کوي او د دولت پر وړاندې يې کاروي، له يوې مياشتې راهيسې موږ هڅې روانې کړي، چې دغه ډلې د سولې بهير سره يوځاى کړو، ايله وتوانيدو چې يوه ۶ کسېزه ډله د سولې بهير سره يو ځاى کړو.))

دغې شپږ کسيزې ډلې د يوې غونډې په ترڅ کې خپلې وسلې پوليسو ته وسپارلې.

غونډې ته د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي وويل، د سولې د کمېټې له لارې له تسليم شوو سره به مرستې وکړي، د کسبونو د زده کړې زمينه به ورته برابره او په سيمه کې به يې د بيارغونې چارې پيل شي.

  ابراهيمي له نورو وسله والو او مخالفينو څخه وغوښتل ، چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

ده وويل: ((د مخالفينو تسليمېدل په سيمه کې کراري راولي، ماشومان په ډاډه زړه ښوونځي ته ته ځي، سيمه پرمختګ کوي.))

د تخار دسولې شورا د دارالانشاء مشر سيد محمود هاشمي وايي، له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې په دې بهير کار کړى او توانيدلي ، چې دغه ډله د سولې له بهير سره يوځاى کړي.

نوموړي وويل،دغه کسان چې تسلميېږي، په خپله سيمه کې د امنيت د نه شتون له امله ډارېږي، که د تخار امنيتي ځواکونه دوى ته ډاډ ورکړي، ډېر شمېر کسان به وسلې پر ځمکه کېږدي.

پر همدې مهال بيا د تسليم شوې ډلې مشر قوماندان ظاهر وايي ،يو کال کېږي چې وسلې لري   اوله  ځانه يې پرې دفاع کوله.

ده وويل: ((ما حکومت ته خدمت کړى. پوليس که د مجرمينو په نيولو نه بريالي کېده موږ ورسره مرسته کوله. په خيلان کې ۱۲ طالبان ووژل شول ماهم ورسره مرسته وکړه، طالبان مې تېښتې ته پرېنښودل. که څه هم زه ډارېدلم چې پوليس مې ونه نيسي؛ خو هم مې دولت او هم مې طالبانو سره مخالفت درلود. دولت بايد زموږ دفاع وکړي، موږ دښمنان لرو. که تاسې زموږ دفاع کوئ موږ ډېر نور وسله وال راولو.))

دغه وسله واله ډله په داسې مهال کې پوليسو ته تسليميږي ، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو ته څه باندې لس ورځې پاتې دي.

امنيتي چارواکي وايي، هڅه کوي چې په همدې مياشت کې نورې ډلې سولې ته را وبولي، چې د ټاکنو امنيت تضمين شي.