لښکرګاه(پژواک۱۶غبرګولى۹۳):دهلمندامنيتي چارواکي وايي،چې زرګونه وسله والو مخالفينو دټاکنو دپروسې دګډوډولو په موخه بېلابېل پلانونه په لاره اچولي ، خو ددغو پلانونو د شنډولو لپاره امنيتي ځواکونه بشپړ چمتوالى لري .
دغه څرګندونې ددې ولايت دملي امنيت رييس تورنجنرال محمد نعيم مومن په يوه نظامي غونډه کې وکړې .
نوموړي وويل، چې ددولت وسله وال مخالفين غواړي دولسمشرۍ ددويم پړاو ټاکنو مخه ونيسي.
ده زياته کړ، ددغه کار لپاره د وسله والو طالبانو رهبرۍ ديادولايت لپاره د ټولو خپلو مسوولينو په تشکيلاتو کې بدلون راوستلی ، تر څو دتېر ځل په څېر وسله وال دټاکنو پر مهال کرار پاتې نشي.
دده په وينا، اوس مهال په هلمند کې ۵۵۰ دوسله والو ګروپونه شتون لري، چې ۸۷۴۰ تنه طالبان په وسلو سمبال دي ، عملاً له دولت سره په جګړه بوخت او په دې هڅه کې دي، چې د ټاکنو د بهير مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړه ، دغه راز وسله والو طالبانو دکوکنارو له هغه کښت څخه ، چې په دې ولايت کې په روان کال کې ورسېد، مالي امکانات تر لاسه کړي دي.
د مومن د معلوماتو له مخې،طالبانو سږکال ۹۰ زره کيلوګرامه ترياک دعُشر په نوم ټول کړي او له دې امکاناتو څخه ګټه پورته کوي.
دده په وينا، اوس مهال هم دوه ولسوالۍ دېشو او باغران په بشپړه توګه د دولت له وسله والو مخالفينو سره دي او د نورو ولسواليو د يو شمېر سيمو واک هم له طالبانو سره دی.
د ملي امنيت رييس وويل ، امنيتي ارګانونو دوسله والو طالبانو د همدې پراخه پلانونو، وسله والو بريدونو او دټاکنو پروسې د خونديتوب په موخه چمتوالی لري او په سم ډول سره به يې ساتنه وکړي.
بله خوا دکورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي وويل، څومره چې ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا چمتوالی نيول شوی په هغه اندازه افغان امنيتي ځواکونه هم چمتو دي.
دده په وينا ، چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې هم وسله وال طالبان په کرار نه و ناست او د ټاکنو د بهير د ګډوډولو هڅې يې وکړې ، خو امنيتي ځواکونو پرې نه ښودل .
ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوی وويل ، ټول پوليس چمتو دي، چې دټاکنو له پروسې څخه هر اړخيزه ساتنه وکړي او امنيت يې خوندي کړي .
نوموړي زياته کړه، خلکو ته يې ډاډ ورکړى، چې په پراخه کچه د رايې ورکول مرکزونو ته لاړ شي او دامنيت له پلوه وېره ونه لري.









