ښرنه ( پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٣) : په پکتيکا ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر وايي چې د ملي اردو سرتېرو يې کارکوونکي وهلي او صندوقونه يې له ځانه سره وړي دي.
ددغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ذبيح الله وګړي د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن دبرمل ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ مرکز ته د ټاکنو اړونده توکي رسولي او دوى هڅه کوله، چې اړوندو مرکزونو او محلونو ته يې وليږدوي، چې د ملي اردو ديوه سيمه ييز قوماندان ايوب سرتېري پرې راغلل.
دى وايي ، چې د ملي اردو سرتېرو ددوى يو شمېر کارکوونکي وهلي او ګڼ شمېر صندوقونه او د رايو پاڼې يې له ځانه سره وړي دي.
ذبيح الله وګړي پر دې کار د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل چې اړونده مسوولينو ته يې په دې اړه خبر ورکړى دى.
د يادونې وړ ده چې نن ددې ولايت په ارګون ولسوالۍ کې هم د ملي اردو سرتېرو او د عبدالله پلويانو پر يوې مدرسې او د مېلمه په نامه پر يوه راډيو بريد کړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن