کابل (پژواک ۲٦ غبرګولى ۹۳): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې د چشت شريف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان د کيندنې د څارنې په برخه کې د کانونو او پيټروليم وزارت نه پاملرنه د دغه کان د ډبرو د ضايعاتو لامل ګرځېدلې ده.
دوی وايي چې د کيندنې پر مهال نږدې پنځوس سلنه د مرمرو کاڼي، چې د سکواټور او چاودنو په مرسته کيندل کېږي، له منځه ځي.
د هرات ولايت د چشت شريف د مرمر ډبرې تر ټولو غوره ډبرې دي او په نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري، خو د غير معياري او غير فني استخراج راپورونه يې هم ورکول کېږي.
د هرات والي فضل الله واحدي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په ياد ولايت کې ډېر کانونه شته، چې په ډېرو کې کار نه دی شوی، خو د استخراج شوو کانونو په اړه يې اندېښنې موجودې دي.
ده زياته کړه، د هغو کانونو حالت چې قرارداد شوي او اوس يې کيندنې روانې دي، ښه نه برېښي، ډېری کيندنې يې په مسلکي او تخنيکي ډول نه ترسره کېږي او خورا زيات ضايعات په کې ليدل کېږي.
واحدي وويل: ((که چېرې د کان دننه له نږدې وکتل شي، ليدل کېږی چې د کان په شاوخوا کې مات او ټوټه شوي کاڼي پراته دي.))
نوموړي د دغه کان د کارکوونکو د ظرفيت لوړوني په برخه که د کار نه کول د دغه کان پر وړاندې ستر خنډ وباله.
د هرات والي وويل: ( د مرمر ډبرې او د ډبرو د سکرو په کانونو کې ډېرې ستونزې شته، په سيمه کې دغه شته ستونزې، د ماشينونو او فني کارکوونکو نه شتون د دې لامل شي، خو هغه عوايد چې له ياد کان څخه بايد لاس ته راغلي واى، کم شي.))
د هرات د والي په وينا، له هغو لسو کمپنيو چې د چشت شريف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان بېلابېلې برخې يې قرداد کړې دي، له يوې دوو کمپنيو څخه پرته نورې کمپنۍ پرمختللي وسايل او يا خو مسلکي کارکوونکي چې د کيندنو کې په برخه کې روزل شوي وي، نه لري.
واحدي زياته کړه: ((موږ غواړو چې د کانونو کارکوونکي مسلکي شي؛ خو نه موږ دغه توان لرو او نه داسې حالت کې يو چې دوی وروزو؛ خو په دې برخه کې هڅې روانې دي او له اېټاليا هېواد سره هم په دې برخه کې خبرې شوې دي.))
هغه د ولايتونو کانونو د قراردادونو په اړه چې د کانونو او پيټروليم وزارت په مرکز کې ترسره کېږي، اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: ((د کانونو ټول قراردادونه د کانونو او پيټروليم په وزارت کې ترسره کېږي، موږ قراردادونو ته لاسرسی نه لرو.))
نوموړي زياته کړه چې که چېرې د کانونو قراردادونه د کانونو اړوند ولايتونه کې لاسليک شي، نو په ډاډ سره چې ډېرى ستونزې، هغه که د غير مسلکي کيندنو په اړه او که د قرارداد د مواردو د نه پلي کولو په برخه کې وي، هوارېږي.
والي زياته کړه: ((د کانونو او پيټروليم وزارت موږ نه خبروي چې قرارداد څرنګه دی، که چېرې موږ ته د شرايطو حال ووايي، په کانونو کې د خپلسريو مخه نيسو او په هماغه ساحه کې به خپل پلاوی وټاکو، تر څو د کان له کيندنې څارنه وکړي.))
هغه د هرات د کانونو او پيټروليم پر رياست سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې ياد رياست د دغه ولايت پر کانونو حاکميت نه لري او د کانونو په کيندنو کې لازمه څارنه نه کول يې لامل شوي تر څو د کانونو په کيندنو کې ناسمه استفاده وشي.
د هرات والي زياته کړه چې د کانونو له عوايدو سره د هرات ولايت ټول عوايد د حکومت ۲۵سلنه بوديجه تشکيلوي، که چېرې د دغو کانونو مديريت په سمه بڼه وشي، دغه شمېره به له ۳۰سلنې لوړه شي.
په همدې حال کې د چشت شريف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ياد ولايت د مرمر ډبرو کاڼي کيندني د دغه ولايت له کانونو د چاودېدونکو توکو په واسطه کېږي، چې ښې لاسته راوړنې نه لري.
هغوى ويلي، چې د مرمر د کانونو له کيندونکو کمپنيو سره ډېر زورواکي مله دي او هرڅه چې يې زړه شي هغه کوي.
د چشت شريف ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد ولايت د مرمر ډبرې په بې رحمۍ او غيرمسلکي توګه ايستل کېږي.
هغه زياته کړه ډېرې کمپنۍ د مرمرو کاڼي د سکواټوراو چاودنو په وسيله کني، د سيمې خلکو څو ځلې شکايت د ولايت مقام ته ورساوه، خو تر اوسه په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
د هغه په وينا، د چشت شريف د د مرمرو ډبرو کان بېلابېلې ساحې ۱۳کمپنيو سره قرارداد شوي او کيندنه يې روانه ده، دا په داسي حال کې چې تر اوسه ددې ولسوالۍ سړک خام دى او د يادو کمپنيو له لوري تر اوسه هېڅ ډول ټولنيز خدمات نه دي ترسره شوي.
د جشت شريف ولسوالۍ يو اوسېدونکی اميد چې کور يې د يادو کانونو تر څنګ نږدی دی وويل چې کمپنۍ ډېرې چاودنې د شپې له مخې ترسره کوي او د ورځې بيا دغه کيندل شوي مرمر په موټرو کې د ولايت مرکز ته ته لېږدوي.
هغه زياته کړه، چې د کيندنو په سيمه کې څو له کاره لوېدلي ماشينونه تر سترګو کېږي، خو دغه ماشينونه په نمايشي توګه ساتل شوي او له يوه هم د کان په کيندنه کې کار نه اخيستل کېږي.
د سيمې دغه اوسېدونکی وويل، چې د ياد کان بېلابېلې سيمي چې ۱۳ کمپينو سره قرارداد شوې، له دې ډلې يواځي دوې کمپنۍ پرمختللي وسايل لري او د کاڼو په کيندنه کې ترې کار اخيستل کېږي، خو نورې کمپنۍ په غير مسلکي توګه کيندنې کوي ، چې ډېر زيات ضايعات لري.
د چشت شريف يوه بل اوسېدونکي جمشيد هم په غير مسلکي او غير معياري توګه له کيندنو خبرورکړ.
هغه وويل څو کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې کيندنې کوي او ډېرې يې فني ماشين الات نه لري او د سکواټور او چاودنې په وسيله يې استخراجوي.
هغه زياته کړه، دا ډول کيندنې د دې لامل کېږي چې د مرمر ډبرو ځيني برخې له منځه ولاړې شي او د کارونې وړتيا ونه لري.
نوموړي په کان کې د سترګو ليدلى حال داسې بيان کړ، چې د ډبرو ټوټې د يوه غره د لمنې په څېر انبار شوې، چې دا د کانونو په برخه کې يوه جفا ده.
هغه له حکومته غواړي چې د کانونو له کيندنې په کلکه څارنه وکړي او له کان څخه د مرمر ډبرو د ضايعاتو مخه ونيسي.
د هرات د ولايتي او ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو د دغه ولايت د کانونو په کيندنه کې د فساد شتون ومانه او زياته يې کړه چې له کيندنو ناسمه څارنه د دې لامل شوې چې کان کيندونکي ترې ناسمه ګټه پورته کړي.
د هرات د ولايتي شورا غړي محمد عسکر انوري د مرمر ډبرو په کان کې د فساد پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې دوی ته د ور رسېدلو خبرونو او همدارنګه د څارنې په پايله کې څرګنده شوې چې د چشت شريف د مرمر ډبرو په کان کې پراخ فساد روان دی.
هغه زيات کړه، د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د کاڼو کيندنې د چاودنو په مرسته ترسره کېږي.
نوموړی وويل، هغه ماشينونه چې د مرمرو کاڼې د اېستلو لپاره کارول کېږي، په کان کې نشته او که يوه اندازه وی هم په په ډېره لومړنۍ بڼه دي او د ډبرو کيندنه د چاودونکو توکو په وسيله ترسره کېږي.
د هرات د ولايتي شورا دغه غړي وويل، چې د چاودنو کيندنه تاوان لري او ګواښ يې وکړ، چې دغه کار د پراخ فساد لامل کېدلى شي او د هېواد د کانونو په عوايدو کې د کموالي لامل ګرځي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعودې کړوخي هم په هرات کې د مرمر دبرو غير قانوني کيندنه ومنله.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چشت شريف کې د دولت د بشپړ حاکميت نه شتون او د کان کيندنې نه څارنه د دې لامل شوې، تر څو د هرات د مرمرو په کان کې درغلۍ وشي.
کړوخي وويل: ((په ياد کان کې د مرمر ډبرو ضايعات دومره ډېر دي، چې په ليدو يې سړي ته ژړا ورځي.))
د هغه په وينا، د کيندنې پر مهال ډېر زيات کاڼي ماتېږي او له هغه وروسته يو غټ کاڼی ترې لاسته راځي او دا د خواشينۍ وړ خبره ده.
نوموړي زياته کړه، د متخصصو انجنيرانو، مسلکي کار کوونکو او د سټنډرډ ماشينونو نه شتون د دې لامل شوى، چې کيندنې د سکواټور او چاودېدونکو توکو په وسيله ترسره شي.
کړوخي همدارنګه زياته کړه، چې د دولت وسله والو مخالفينو له خوا د کان د کيندنې اجازه پاڼې په نوم د پيسو اخيستنه هم د دې لامل شوې، چې دوى وکولى شي د مرمر ډبرې له ساحې استخراج کړي.
هغه څرګنده کړه، څو د کان قراردادي د کوېټي شورا کسانو ته پيسې ورنه کړي، نو نه شي کولی چې په کان کې کار پيل کړي او دا هم د استخراجي کمپنۍ د بې بندوبارۍ لامل ګرځي.
د هرات ښار د “ولي عصر مالستان” د مرمر ډبرو د پروسس فابريکې مسوول مهدي احمدي وويل، هغه کاڼي چې دوی يې د پرېکولو او ډيزاين لپاره کاروي، د هرات ولايت د چشت شريف ولسوالۍ د کان دي، چې غوره کيفيت لري.
هغه زياته کړه چې د مرمر ډبرو کيندنه خپل اصول لري، تر څو په منظمه توګه له ضايعاتو پرته وشي، خو هغه وويل: ((د خواشينۍ ځای دی چې کله موږ د ډبرو اخيستو ته ورځو، ګورو چې ځينو کمپنيو سمه کيندنه نه وي کړې.))
هغه زياته کړه، دوی يواځې له دوو کمپنيو ډبرې پېري، چې يوه يې “برادران عادل” او بله يې “دوست” نومېږي، د هغوى استخراج د نورو کمپينو په پرتله فني دى او د پرېکولو وسايل يې پرمختللي دي.
نوموړي وويل، له دې موضوع نه دي خبر، چې کمپنۍ په کومو وسايلو کيندنه کوي، خو که مرمر ډبرې په فني توګه استخراج شي، په هماغه اندازه زيات پېرېدونکي پيدا کولی شي.
د هرا ت د سوداګرۍ خونې مرستيال “سېروس علاف” وويل، چې په داوطلبيو او قراردادونو کې د روڼتيا نه شتون د دې لامل کېږي چې د کانونو په کيندنو کې هم روڼوالى نه وي.
هغه زياته کړه که چېرې سيمه ييز چارواکي او خلک د قرارداد په ټولو مواردو پوه شي، خپله د کان له کيندنې څارنه کوي او د هر ډول بې قانوني مخه نيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د چشت شريف ولسوالۍ د مرمر ډبرو په کان کې ستونزې شته او د کيندنې د څرنګوالي په برخه کې بايد کار وشي.
د هرات د سوداګرۍ خونې رييس “سعد خطيبي” هم د چشت شريف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان د غير معياري کيندني پخلی وکړ.
هغه وويل، چې ۱۵ بېلابېلې کمپنۍ ددغې کان په بېلابېلو ساحو کې پانګونه کړې، اوس مهال د یاد کان په ۱۵ ساحو کې کيندنه روانه ده، خو دا چې په څه ډول وسايلو کيندنه کېږي، يو له بل سره توپير لري.
نوموړي حکومت او د پانګونې د هڅونې په برخه کې په کار لګيا ادارې تورنې کړې او زياته يې کړه: ((له بده مرغه هغه څه چې په پانګونه او استخراج کې مهم دي، د حکومت او موسساتو ملاتړ دى، تر اوسه پورې نه حکومت او نه هم له پانګونې ملاتړو موسسو د استخراجي کمپنيو د وړتيا لوړونې په برخه کې اقدام کړى دى.))
نوموړي همدا چاره د مرمر ډبرو د استخراج پر مهال د ضايعاتو د يوه لامل په توګه ياده کړه.
هغه زياته کړه، سربېره پر دې چې د هرات مرمر ډبرې نړيوال شهرت لري، خو په ياد ولايت کې د مرمر ډبرو د پروسس د کارځايونو نه شتون د دې لامل شوى، چې ګاونډيو هېوادونو ته په ټيټه بيه صادرې شي.
هغه وويل:((موږ ډبرې د تناژ له مخې صادروو، په داسې حال کې، چې په نورو هېوادونو کې په متر او سانتي متر سره پلورل کېږي او دا خپله د هېواد اقتصاد او سوداګرۍ ته يو لوى ګوزار دى.))
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او د کانونو د برخې کارپوه سرڅېړونکى دوکتور نجم الدين ترين وويل، زموږ په هېواد کې اوسمهال د مرمر ډبرو د استخراج بڼه په دوو طريقو ترسره کېږي: يو د ځانګړو ماشين الاتو او بله هم د دينامټ او چاودنو په وسيله.
هغه زياته کړه، چې د پرېکولو بڼه چې په بلاک او پليټ بڼه ترسره کېږي، ډېره اغېزناکه ده او د ضايعاتو کچه په کې کمه وي.
هغه زياته کړه، چې د چاودنو او سکواټر په وسيله استخراج، چې غير قانوني استخراج يې بللى شو، د کانونو اقتصادي زېربنا ته زيان رسوي.
نوموړي وويل، چې د کانونو د استخراج پر مهال په ځانګړي ډول د مرمر ډبرو په استخراج کې بايد استخراجي متخصصين شتون ولري، څو وکولى شي د مرمر ډبرو د ضايعاتو او بې ځايه تلو مخه ونيسي.
پژواک خبري اژانس وغوښتل، چې په دې اړه د هرات ولايت د کانونو او پيټروليم رييس نظر هم ولري، خو هغه مرکې ته حاضر نه شو.
پژواک همدارنګه هڅه کړه، چې په دې برخه کې د اړوند وزارت له وياند سره هم اړيکه ونيسي، خو د پوښتنو له ور استولو سربېره يې هم ځواب تر لاسه نه کړ.










