ژبه

يو پوليس او دوه د ټاکنو کارکوونکي و وژل شول

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ غبرګولى ۹۳): په هلمند ولايت کې د ټاکنيزو موادو  پر کاروان بريد کې يو پوليس او دوه د ټاکنو د دفتر کارکوونکي وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي، نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د نوزاد ولسوالۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو موادو پر کاروان بريد وشو.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې د ټاکنو کمېسيون يو کارکوونکى وژل شوى، يو پوليس او يو موټرچلوونکى ټپيان دي.

امنيه قوماندان دغه راز وايي، په همدې مهال له سنګين او کجکي څخه هم د ټاکنيزو مواد پر کاروان له لرې څخه د دولت د وسله والو له لوري ډزې شوي، چې يو موټرچلوونکى او يو پوليس په کې وژل شوي دي.

د ده په وينا، ټاکنيزو موادو ته زيان نه دى اوښتى.

په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر قدرت الله نقشبندي هم وايي، چې د نوزاد او سنګين ولسواليو په پېښو کې يې يو کارکوونکى او يو قراردادي موټرچلوونکى وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د سنګين په پېښه کې يې يو موټر هم چپه شوى، چې حساسو موادو ته زيان نه دى اوښتى او غير حساس مواد په سيمه کې پاتې شوي دي.