کندهار ښار (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): په کندهار ولايت کې يوه پوليس په خپله پوسته کې پر ملګرو ډزې کړي او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د يادې ولسوالۍ د يوې امنيتي پوستې يوه پوليس پر خپلو ملګرو ډزې کړې، درې تنه يې وژلي او دوه نور ټپيان دي.
سرچينه وايي چې بريد کوونکى د پوستې له وسلو او مهماتو سره په تېښته بريالى شوى دى، خو دوى يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د يوه بل خبر له مخې، چې د کندهار پر هوايي ډګر د راکټي بريد مخه نيول شوې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال پژواک اژانس ته وويل، دريو وسله والو هڅه کوله، چې د دامان ولسوالۍ له منډيسار سيمې پر هوايي ډګر کې راکټي بريد وکړي.
هغه زياته کړه، مخکې له دې چې بريد وکړي، ياد وسله وال د ايساف تر هوايي بريد لاندې راغلي، چې له امله يې دوه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
دى وايي چې له وسله والو څخه دوه ميله راکټونه هم ترلاسه شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.










