ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي

په نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي

author avatar
9 Jul 2014 - 15:19
په نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي
author avatar
9 Jul 2014 - 15:19

پل علم-ښرنه (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): په لوګر او پکتيکا ولايتونو کې د نښتو په ترڅ کې ١٤ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د لوګر امنيه قوماندان وايي، چې نن سهار څو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ د زرغون په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

اسحاقزى وايي، چې پوليس د وسله والو طالبانو له بريد مخکې د هغوى پر پلان خبر وو.

د امنيه قوماندان په وينا، د وژل شوو طالبانو له ډلې د څلورو تنو مړي د پېښې په سيمه کې پاتې دي .

بلخوا د پکتیکا په مټاخان او جاني خېلو ولسوالیو کې هم له وسله والو سره په نښتو کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، دا نښتې تېره ورځ ناوخته د جاني خېلو د ″بَکخېلو″ او د مټاخېلو د ″برات خېلو″ په سيمو کې شوي دي.

امنيه قوماندان وويل، چې په دواړه سيمو کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي خو د استخباراتي معلوماتو له مخې پوليس يې له پلان څخه خبر وو او په کمين کې ورته ناست وو.

ملاخېل وايي، چې په دغو بريدونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.