فيروزکوه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د غور چهارسده ولسوالۍ چې تېره ورځ وسله والو طالبانو نيولې وه، د نهو وسله والو او څلورو دولتي سرتېرو تر وژلو وروسته، بېرته دولتي ځواکونو نيولې ده.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو پرون سهار له څو خواوو د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ او ولکه يې کړه.
خو د غور امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل، ولسوالۍ يې وروسته له هغه بېرته ونيوه، چې ٣٠٠ تازه دمې ځواکونه يې د غور له مرکزه ور ولېږل او سيمه ييزو خلکو هم له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړه.
هغه زياته کړه، چې ولسوالۍ څو ساعته د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه، خو امنيتي ځواکونو د نهو طالبانو په وژلو سره، ولسوالۍ بېرته نيولې ده.
قايم وايي، چې د جګړې په ترڅ کې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او امنيتي حالت اوس د ډاډ وړ دى.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي: ((سره له دې چې وسله والو طالبانو پراخ بريد کړى و، خو امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په ملاتړ مقاومت وکړ او بريد کوونکو ته يې ماتې ورکړه.))
امنيتي چارواکي وايي، چې دغه بريد د طالبانو د نومول شوي والي مرستيال ملا احمد شاه په مشرۍ په لاره اچول شوى و.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى چهارسده ولسوالۍ نيولې، ١٠ دولتي سرتېري يې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.
د ده په خبره، شپږ رينجر موټر او يوه اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او يواځې يو طالب وژل شوى دى.
چهارسده د غور ولايت له ناامنو ولسواليو ده، له سرپُل او فارياب سره ګډه پوله لري.