کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۳ ) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په یوه ورځنۍ لوبه کې د زمبابوی الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن د زمبابوی په پلازمینه هرارې ښار کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې د لوبې پچه زمبابوی وګټله او لومړی یې افغانستان ته یې د لومړي توپوهنې بلنه ورکړه.
هوتک وایي چې افغان ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۹منډې جوړې کړې او زمبابوی ته یې د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ.دافغانستان له لوري عثماني غني ۷۹ او حشمت الله شهیدی ۳۴ منډې وکړې.
د زمبابوی لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۶ منډو په توپیر سره وګټله .
دافغانستان له لوري شرف الدین اشرف ۶ لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.










