پنځم تعقيب- ښرنه (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ په چاودنه کې ٨٩ تنه وژل شوي او ٤٢ ټپيان دي.
د موټر بم دا چاونه د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٤مه) کابو ١١ بجې د ارګون ولسوالۍ د ښار اړوند د موټرو په يوه سراى کې رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو شمېر هټۍ هم ويجاړې شوې دي .
ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د ملي اردو د کنډک قوماندان د معلوماتو پربنسټ، په دې پېښه کې ٨٩ تنه وژل شوي او ٤٢ تنه ټپيان دي، چې د الوتکو له لارې يې د پکتيکا مرکز ښرنې ته لېږدولي دي.
ده زياته کړه، سيمې ته د ملي اردو هليکوپترې، امبولانسونه، روغتيايي کارکوونکي او ډاکټران رسېدلي دي.
له دې وړاندې ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې شل هټۍ هم نړېدلې دي.
بل پلوته د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل پژواک سره په خبرو کې دملي دفاع وزارت له خوا د يادې پيښې د قربانيانو په اړه ورکړل شوي شميره ردکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پيښه کې د جومات دملا امام او شپږو ماشومانو په ګډون ٤٢تنه وژل شوي دي او ٦٧ نور ټپيان دي .
خو د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون سرطيب غرمه مهال پژواک اژانس ته ويلي و، چې له دې پېښې ورته ٤٥ مړي او ٩٣ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وويل، چې د ټپيانو درملنه روانه ده او ځينې يې مرکز ښرنې ته لېږدول شوي دي.
ولسمشر حامد کرزي ياده چاودنه په سختو ټکو غندلې او طالبانو هم د چادونې د غندلو ترڅنګ، ويلي چې دا کار دوى نه دى کړى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن