کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د کانونو او اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې که چېرې د افغانستان کانونه په فني او قانوني بڼه استخراج شي، دغه هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا کېداى شي.
د دغو کارپوهانو په خبره، د افغانستان طبيعي زېربناوې او کانونه ستر او په بې ساري ډول له لاسوهنې لرې پاتې دي. د بېلابېلو نړيوالو سروې ګانو له مخې افغانستان له منرالونو ډک او د مسو، د ډبرو سکرو، وسپنې، سرو زرو، نفت او ګازو او د يادو منابعو د نامعينو منرالونو او همدارنګه د ليټيم او ورته نورو پېژندل شوو کانونو درلودونکى هېواد دى.
په ورته وخت کې دغه کارپوهان د دغه سکتور په اړه بحثونه د تعادل له نشتوالي متاثر بولي او ځيني يې د دغه سکتور پراختيا غير واقعي، اوږدمهاله او بې ارزښته بولي او له دې موضوع وېره لري چې دغه چاره د منابعو د فاجعې او يا هم د منابعو پر سر د جګړې لامل نه شي.
خو يو شمېر نور کارپوهان د کاني سکتور پراختيا خودکفايۍ ته د رسېدو لپاره د يوې وسيلې او ټولو دردونو د علاج په سترګه ګوري.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او د کاني چارو کارپوه سرڅېړونکى دوکتور نجم الدين تورين وايي چې افغانستان له اقتصادي اړخه يو له مهمو هېوادونو دى او يو له هغو فکتورونو، چې دغه ځانګړتيا يې د افغانستان کانونو ته ورکړې، په دغه ولايت کې د کانونو شتون دى.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د افغانستان زړه د کانونو له ډکو غرونو جوړ شوى او زياته يې کړه: ((البته په دې غرونو کې د کانونو تشکيل تصادفي نه دى، بلکې د دغه هېواد جيولوجيکي او تکتونيکي جوړښت داسې دى، چې دغه کانونه يې تشکيل کړي دي.))
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې افغانستان له جيولوجيکي اړخه افغانستان د يوه تکتونيکي ملابند لپاسه، چې ډېر مهم دى او د “آلپ هماليا” په نامه يادېږي پروت دى، چې دغه چاره خپله د بېلابېلو احجارو د تشکيل سبب ګرځېدلې ده.
نوموړي د حاجي ګک د وسپنې زېرمې د دغو احجارو غوره بېلګې وبللې او زياته يې کړه، د ده له نظره يې تقريبي بيه له ٢،٨ څخه تر ٣ ميليارده ډالرو پورې اټکل شوې ده.
دوکتور ترين پر دې سربېره زياته کړه، چې افغانستان د نړۍ په کچه د مسو ستر کانونه لري، چې موقعيت يې په لوګر ولايت کې دى، همدارنګه د نورستان، هندوکش، بدخشان او هلمند څلور ګونو ملابندونو د افغانستان غوره کاني زېرمې لري.
ترين څرګنده کړه، چې اوسمهال افغانستان د ليټيم د درلودو له امله، چې د عربستان ليټيم په نامه يادېږي او همدارنګه د بلوريم، تنتاليم او سيزيم، چې د کم پيدا فلزاتو له ډلې دي او ارزښت يې په نړيوالو بازارونو کې له سرو زرو لوړ دى، يو غني هېواد ګڼل کېږي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، چې له دريو لسيزو را په دېخوا د نښتو او نا امنيو له امله د افغانستان کانونه په غير قانوني ډول استخراجېږي.
نوموړي وويل:((د کانونو ساحې تر ټولو زياتې نا امنې دي.))
دوکتور ترين د دغه ټکي په څرګندولو سره، چې ګاونډي هېوادونه د کانونو لرونکو سيمو په ناامنه کولو کې لاس لري، زياته کړه: ((زموږ تر ټولو غوره کانونه له غير قانوني استخراج وروسته د پاکستان د مالګې په منډيي کې په ډېره ناڅيزه بيه پلورل کېږي.))
نوموړي د موثفو سرچينو په حواله وويل، چې پاکستان هر کال د افغانستان د نورستان له کانونو د موادو د قاچاق له درکه له ٧٠٠ څخه تر ٨٠٠ ميليون ډالر ترلاسه کوي. هغه زياته کړه: ((نو هغوى څه ډول وغواړي، چې په دې سيمو کې امنيت راشي.))
د دې سرچينې په اند، هغه لاره چې د افغانستان کانونه په يوه ملي پانګه بدلولى شي، د راتلونکي حکومت له خوا د سراسري امنيت تامين او د قانوني شفافيت رامنځته کول دي، څو هر کس د قانون تابع شي او په هره برخه کې قانون واکمن وي.
پر دې سربېره سالم پانګوال، د کانونو د متخصصينو شتون او له کانونو د استفادې د عملي پلانونو طرحه هغه نور موارد دي، چې د سرڅېړونکي ترين په خبره کولى شي چې دغه ملي پانګه وساتي او د غيرقانوني او غير فني استخراج مخه ونيسي.
ترين د دغه ارمان د پوره کېدو لپاره د افغانستان له کانونو نړيوالو ته د سم پوهاوي ورکړه بولي او هغه هم په داسې ډول چې د نني مارکېټ تقاضا پوره کړي او په ضمن کې بايد د بهرينو پانګوالو باور ترلاسه شي.
د هېواد پر اقتصاد د کانونو اغېز:
له افغانستان سره د اقتصادي مرستو له پاى ته رسېدو وروسته دولت بايد د اړتياوو د پوره کولو لپاره اقتصادي ملاتړى ولري او کانونه په دې برخه کې غوره ټاکنه ده.
د افغانستان د احصايې مرکزې ادارې مرستيال او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حسيب الله موحد پر دې باور دى، کانونه د خلکو پر ژوند سترې اقتصادي اغېزې لري او د کارموندنې چانسونه په کې په ښه توګه رامنځته کېدلى شي.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه وويل، چې د هېواد په ناامنو شرايطو کې د کانونو او تر ځمکو لاندې منابعو استخراج په هېڅ توګه سم نه دى، خو په ورته وخت کې يې زياته کړه، چې د کانونو استخراجي صنعت کولى شي يو نعمت يا هم مصيبت شي، چې په نادره توګه ترې د بدلون تمه کېږي.
موحد زياته کړه: ((په دې برخه کې اوږدمهاله پانګونې کولى شي چې افغانستان کمال ته ورسوي.))
همدارنګه په ماليې وزارت کې يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ملي عوايدو لپاره ټاکل شوى هدف ١٢٨ ميليارده افغانۍ دى، چې دغه موخه په لومړيو شپږو مياشتو کې ٦٠ ميليارده افغانۍ دى، خو هغه زياته کړه: ((موږ دغه هدف ته نه يو رسېدلي.))
د نوموړي په خبره، هغه عوايد چې د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې لاس ته راغلي، څه باندې ٥٠ ميليارده افغانيو ته رسېږي، چې د ټاکل شوي هدف په پرتله ٩ ميليارده افغانۍ کمې دي او د سلنې په پر بنسټ له ١٧ څخه تر ٢٠ سلنې پورې شا ته پاتې والى ښيي.
نوموړي وړاندې زياته کړه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د کانونو وزارت ټوليز عوياد ٥٨٤.٤٥ ميليونه افغانيو ته رسېدل.
د دغه کال ټاکل شوى هدف يو ميليارد ٣٥٩،٢٦ ميليونه افغانۍ و، په داسې حال کې چې د دغو عوايدو کچه د ١٣٩٣ مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۲۹۷.۵۲ ميليون افغانيو ته رسېده او ټاکل شوې هدف يې يو ميليارد او درې سوه نه شپېته عشاريه ٩٣ ميليون افغانيو(۱۳۶۹.۹۳) دى.
د ماليې وزارت دغه کارکوونکي د کانونو غير مسلکي او غير قانوني استخراج، د نړۍ سترو شرکتونو ته نه لاسرسى، د کانونو په برخه کې د پانګې نه را جلبول او امنيتي ستونزې هغه عوامل وبلل، چې له امله يې دغه موخې ترلاسه نه شوې.
هغه وويل: ((بايد د هېواد عايداتي سرچينې پياوړې شي او د کانونو په برخه کې سالمه پانګونه وشي، که داسې ونه شي نو هغه موخې چې د کانونو په برخه کې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره لرو او بايد ٥ ميليارده افغانۍ تر لاسه کړو، محال ښکاري.))
د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې د مرستيال او کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استاد حسيب الله موحد د معلوماتو له مخې، ټول هغه عوايد چې افغانستان د کانونو له سکتور څخه ترلاسه کړي دي، په ١٣٩٠ کال کې ٣١ ميليون امريکايي ډالر او په ١٣٩١ کال کې ٢٥ميليون امريکايي ډالرو او په ١٣٩٢ کال کې ٢٢.٨ ميليون امريکايي ډالرو ته رسېږي.
د دغه اقتصادي چارو کارپوه په وينا، د توليد يا استخراج په کچه کې کمښت، د نړيوالو بيو را غورځېدل، د بېلابېلو دلايلو لکه امنيت او د کارګرو د نشتوالي له مله د استخراجي کمپنيو بندېدل، د کانونو غير قانوني استخراج، چې عوايد يې د زورواکو جېبونو ته ځي، د کانونو د عوايد د کمښت لاملونه دي.
نوموړي د کانونو غير قانوني او غير مسلکي استخراج د هېواد اقتصاد ته ستره ضربه بولي (چې د کانونو اصلي ارزښت کموي) او وايي: ((په هېڅ توګه په اوسنيو شرايطو کې د کانونو له استخراج سره موافق نه يم، ځکه چې افغانستان په اوسنيو شرايطو کې نه شي کولى په يواځې ځان سره کانونه استخراج کړي.))
له بلې خوا نوموړي څرګند ه کړه، هر وخت چې قراردادونه بهرنيو شرکتونو ته ورکړل شي، بايد د نړيوالو معيارونو له مخې ٤٩ سلنه عوايد استخراجي شرکتونو او ٥١ نور يې په افغانستان پورې اړه لري، څو په طبيعي توګه د افغانستان پر زيان تمام نه شي.
نوموړي د دې يادونې ترڅنګ، چې په کان لرونکو هېوادونو کې که چېرې د کانونو سم مديريت ونه شي، نو د کانونو لوټ مار له شک پرته چې حتمي دى.
نوموړي د بېلګې په توګه افريقايي هېوادونه ياد کړل، چې غني کانونه لري خو د د غوره مديريت نشتوالى دغه هېواد د کانونو د لوټ لامل ګرځېدلى دى.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه افغانستان هم په دې اندېښنو کې شامل وباله او ويې ويل: ((هر وخت چې حکومت د کانونو سم مديريت ونه کړي، د افريقايي هېوادونو له برخليک سره به مخ شي.))
نوموړي په ورته وخت کې هېله څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې که چېرې د افغانستان کانونه په فني او قانوني ډول استخراج شي، دغه هېواد په له اقتصادي اړخه پر ځان بسياينې ته ورسېږي.
نوموړي پر دې سربېره زياته کړه، چې افغانستان اقتصادي وده لري، خو تر اوسه هم اقتصادي پراختيا ته نه دى رسېدلى، ځکه چې اقتصادي وده د يوه هېواد د ناخالص توليد معنى لري.
د هېواد د احصايې مرکزي ادارې مرستيال د خپلې دې نظريې په شرحه کې وويل: ((اقتصادي پراختيا دا معنى لري چې له خپلو توليد کړو شيانو د خپل اقتصاد په پراختيا کې څومره کار اخلو.))
خو د هغه په خبره، د کانونو په برخه کې د ميلونونو پانګونې سربېره هم افغانستان بيا هم هېڅ اقتصادي وده نه درلوده.
هغه ټينګار وکړ: ((تر هغه چې ملت بشپړ ويښ نه شي، غوره اقتصادي پراختيا ته نه رسېږو، ځيني هېوادونه کانونه نه لري، خو غوره اقتصاد لري، لامل يې دا دى، چې هغوى له خپل بشري ځواک نه کار اخيستى. په داسې حال کې چې موږ هم بشري ځواک لرو، خو نه يو توانېدلي، چې غوره اقتصاد ولرو.))
استاد موحد وويل، د هېواد په اوسنيو شرايطو کې د ملت عامه پوهاوى او ويښونه مهمه ده، ځکه چې خلک بايد وپوهول شي چې کانونه د دوى په ژوند او د هېواد په پراختيا کې څومره مهم دي.
د اقتصادي چارو د دغه کارپوه په اند د دې معضلې حل لاره دا ده چې لومړى بايد خپله د هېواد پر بشري ځواک پانګونه وشي او بايد ورته جدي پاملرنه شوي، ځکه چې د ده په خبره: ((تر هغو له خپلو کانونو سمه ګټه نه شو اخيستلى، چې د دې برخې کارکوونکي ژمنتيا او تخصص ونه لري او د کانونو لپاره سمې پاليسۍ ونه لرو.))
خو هغه زياته کړه، کله چې په تېرو ١٣ کلونو کې څه نه شوي، له دې وروسته به هم څه ونه شي او په پايله کې به د هېواد کانونه په ټوليز ډول لوټ او د کانونو په نوم به څه ونه لرو.
د کانونو امنيت نيول:
د کانونو برخې کارپوهانو په اند، د کانونو د غير قانوني استخراج يواځېنۍ لامل د دغو کانونو په ساحه کې د امنيت نشتوالى دى.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کانونو د ساتنې په برخه کې د دغه وزارت د اقداماتو په اړه پژواک خبري اژزانس ته وويل: ((ملي پوليسو د هېواد په ټولو ولايتونو کې چې کانونه په کې په غير قانوني ډول استخراجېږي، اړين اقدامات ترسره کړي دي.))
نوموړي د بېلګې په توګه د کونړ ولايت نوم واخيست، چې کرمايت ډبرې په غير قانوني ډول استخراجېدې، خو پوليسو يې مخنيوى وکړ.
پر دې سربېره صديقي زياته کړه: ((هر هغه کان چې د کانونو او پيټروليم وزارت يې تثبيت کړي، چې ګويا په غير قانوني ډول استخراجېږي، ملي پوليس چمتو دي چې په جدي اقدام سره يې د غير قانوني استخراج مخه ونيسي.))
د کورنيو چارو وزارت وياند د دغه نظر پخلى ونه کړ، چې ګني د کانونو شتون د هېواد په ځينو برخو کې د نا امنۍ لامل ګرځېدلى دى. هغه وويل چې اوسمهال د څو سترو کانونو امنيت په عملي توګه د ملي پوليسو له خوا ساتل کېږي او د استخراج کار يې په عملي ډول جريان لري.
صديقي په څرګنده توکه په لوګر ولايت کې د مسو د سترکان يادونه وکړه، چې امنيت يې ملي پوليس نيسي او د کان کار په نورماله بڼه دوام لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند وړاندې وويل، چې د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې د کانونو د امنيت خوندي کولو لپاره د عامه ساتنې ځواکونه، چې دنده يې د سترو اقتصادي پروژو او کانونو ساتنه ده، را منځته کړي دي.
صديقي همدارنګه يادونه وکړه: ((د کورنيو چارو وزارت له کانونو او پيټروليم وزارت په همکارۍ چمتو دى، چې د ټولو هغو قانونو مخنيوى وکړي، چې په غيرقانوني ډول استخراجېږي.))
خو له دې ټولو څرګندونوسره د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، هغه شمېرې چې د کانونو او پيټروليم وزارت له خوا خپرې شوې، څرګندوي چې د هېواد په ١٤٠٠ بېلابېلو برخو کې کانونه په غير فني ډول استخراجېږي.










