کابل ( پژواک٣زمري ۹۳) : دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او سلاکار وزیر شهزاده مسعود وایي، چې دزمبابوې په څېر دلومړۍ درجې هېواد ته په ماتې ورکولو د هېواد ملي لوبډلې تاریخي کارنامه ترسره کړه او دغې بریا څرګنده کړه، چې دافغانستان کرکټ روښانه راتلونکی لري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لومړۍ درجې دریځ لرونکي هېواد سره د څلورو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ترسره کولو په موخه زمبابوې ته تللې، د څلورو لوبو دغه لړۍ په مساوي توګه پای ته ورسېده، دوه لوبې افغانستان وګټلې او دوه لوبې د زمبابوۍ لوبډلې وګټلې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود د زمري په ۳مه، له پژواک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل ، دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې ددویمې درجې لوبډله له لومړۍ درجې لوبډلې سره د لوبو لړۍ برابروي.
هغه د ملي لوبډلې دلوبغاړو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، چې ملي لوبډلې تاریخي کارنامه ترسره کړه او نړیوال یې ګوته په غاښ کړي دي.
شهزاده مسعود وایي، چې د هېواد د کرکټ په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی او هغوی له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.
ده زیاته کړه : (( ځوانو لوبغاړو په دې وروستیو کې ډیرې ښې لوبې کړې دي او هر یوه تن یې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی دی. ))
د هغه په وینا، د ځوانو لوبغاړو وړتیاوو او ښې لوبې ته په کتلو سره ویلی شي، چې دافغانستان کرکټ ښه او روښانه راتلونکی لري.
د کرکټ بورډ عمومي رییس وویل ، چې د زمبابوې سفر او د لوبغاړو ښه لوبه راتلونکي نړیوال جام ته ددوی هیلې زیاتې کړي او دا یې له امکان څخه لرې ونه بلله، چې ملي لوبډله به د کرکټ یو ورځني نړیوال جام سیالیو کې حیرانوونکې لوبې ترسره کړي.
ده زیاته کړه : (( دافغانستان ملي لوبډله نورو لوبډلو ته د خطر زنګ دی، دوی به په نړیوال جام کې هڅه وکړي، چې د خپلو بریاوو او ښو لوبو لړۍ ته ادامه ورکړي .))
شهزاده مسعود وویل ،چې د نړیوال جام لپاره بشبړ تیاری نیولی ، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د کورنیو او بهرنیو روزونکو له خوا ورته ښه کمپونه او روزنیز پروګرامونه په پلان کې نیولي او دا لړۍ د زمبابوې له سفر سره پیل شوې ده.