منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

سوالګر ماشوم: غريبان اختر نه لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د کابل ښار ځيني ښاريان د اختر لپاره د نويو جامو په جوړولو او بېلابېلو توکيو پر رانيولو زياتې پيسې لګوي، خو د ښار بېوزلي په دې ارمان دي چې په اختر کې لږ تر لږه وچه ډوډۍ ،چاى او بوره ولري.

افغانان د اختر د نوو جامو په اغوستلو سره د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د اختر مبارکۍ لپاره د دوستانو کورونو ته ځي او خپلو مېلمنو ته هم په کورونو کې مېوې، کېک او کلچې اماده کوي.

هر کال خلک د اختر له را رسېدو مخکې د خپلې اړتيا وړ توکي پيري له همدې امله په وروستيو ورځو کې د کابل ښار په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

د کابل ښار د کارته نو سيمې اوسېدونکى ايمل يو له هغو کسانو دى چې د کابل ښار په پل باغ عمومي کې د اختر د ورځو لپاره مېوه اخلي.

نوموړى چې د مېوې څو کڅوړې يې په خپل پراډو ډوله موټر کې ځاى پر ځاى کولې، د پژواک خبري اژانس په ځواب کې وويل: ((په ټوله کې مې شايد تر ٢٠ زرو افغانيو پورې وچه او تازه مېوه، کيک او کلچې د اختر لپاره پېرلې وي.))

هغه زياته کړه، چې د خوراکي توکو له ډولونو پرته د دوى د اته کسيزې کورنۍ هر غړي هم دوه يا درې جوړې اختريزې جامې اخيستې دي.

نوموړي په دې اړه چې اختر ته د ډېرو توکو د رانيولو تر څنګ بېوزلي هم ور ياده ده کنه؟ وويل: ((زموږ قوم او خپلوان زيات دي، اړ يو چې هر څه ډېر واخلو… دود دى چې اختر ته بايد نوې جامې ولرو، خو له يوه يوه نيم بېوزلي او بېچاره سره هم مرسته کوو، له ياده مې نه دي وتلي.))

دا په داسې حال کې ده چې ١٣ کلنه بس ګل د خپلې مور سره د کابل ښار په پل سرخ څلور لارې کې سوال کوي او وايي: ((هغه پيسې چې پيدا کوو، زموږ د ډوډۍ او چايو لپاره بسنه نه کوي اختر ته مو هېڅ هم نه دي اخيستي.))

نوموړې چې له خبريالانو سره يې خبرو ته لېوالتيا نه ښوده او خپل معصوم او کوچني لاسونه يې لارويانو ته ورغځول، وويل: ((د اختر ورځې دي، مرسته وکړئ، خيرات راکړئ، ثواب مو کېږي او…))

بس ګل، چې د سوال پر مهال يې له ډېرې ګرمۍ د دېواله سوري ته پناه وړې وه وويل: ((اختر خو د شتمنو وي، غريبان به له زړو کالو، چايو او ډوډۍ سره څه اختر ولري… هغه ورځ موږ ته اختر ده، چې موږ ته په کې چاى او بوره ورسېږي.))

نوموړې، چې پلار يې يو کال وړاندې مړ شوى زياتوي چې هغه مور يې هره ورځ دوه سوه افغانۍ ټولوي، چې حتى د دوى د شپږ کسيزې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې هم نه شي پوره کولى.

دغه سوالګره نجلۍ، چې زړې او خيرنې جامې يې اغوستې وې په فروشګاه کې يې جامو اخيستونکو ته په اشارې سره زياته کړه: ((زما زړه هم دى، چې ورته مغازو ته ولاړه شم، خپل ځان ته نوې جامې واخلم، خو پيسې نه لرم.))

د بس ګل مور، چې په څنګ کې يې ناسته وه او د نامه له اخيستلو يې ډډه وکړه وويل، چې خاوند يې نږدې يو کال وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ او اوس ستونزمن ژوند تېروي.

نوموړي داختر د چمتو والو په اړه وويل:(( د سوال له پيسو څخه داختر چمتووالى نه شي نيول کېدى، زه يوه مور يم ، سخته ځورېږم، چې اولادونو ته مې هېڅ هم نه شم اخيستلى.))

خو دې دردېدلې مور زياته کړه، چې بيا هم هڅه کوي څو د اختر په ورځو کې د خپلو مېلمنو لپاره څه اندازه بوره او چاى ولري.

شکيبا يوه بله ١٢ کلنه نجلۍ ده، چې روزګار سوال کولو ته اړ ايستلې ده.

نوموړې، چې پلاستيکي پاکټ يې په لاس کې و او د کابل په پل باغ عمومي ساحه يې له مېوه پلورونکو مېوه ټولوله، وويل: ((څوک چې پيسې لري اختر ته نوې جامې اخلي، زما زړه هم دى، چې نوې جامې واخلم خو پيسې نه لرم.))

شکيبا چې پينه يي جامې يې پر تن وې او زياته ستړې معلومېده، زياته کړه، چې تر ځان دوې وړې خويندې او يو ورور لري او ټول اړ دي چې د اختر په ورځو کې هغه جامې وکاروي، چې نسبتا زړې دي او ګاونډيانو يې په مرسته کې ورکړې دي.

نوموړي په ساحه کې له څو هټيو يوه اندازه نخود او سيمان را ټول کړي وو او زياته يې کړه: ((همدا اختر ته وړم، چې خورکه او وروک مې يې وخوري.))

شکيبا، چې د کابل په زاړه ښار کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، وويل چې پلار يې مزدور دى او اکثره وختونه وزګار وي.

د کابل ښار کمپنۍ بازار اوسېدونکى ١١ کلن محمدحسن يو بل کس دى، چې ورځني ژوند يې ماشومانه هيلې پوره کېدو ته نه دى پرېيښى.

نوموړى چې د کابل ښار شاه دو شمشېره (ع) زيارت شا ته له خپل ١٨ کلن ورور سره د بوټونو په رنګولو کې مرسته کوي، وويل په اختر کې د خپلو دوستانو له کورونو د عيدي را ټولولو لېوالتيا نه لري.

حسن، چې نصواري او د بوټو په رنګ ککړ يخن کاک يې پر ځان و، په دې اړه، چې ولې اختر مبارکي نه ټولوي؟ وويل: ((نوې جامې مې نه دې ګنډلې، جامې مې څېرې څېري دي، شرم دى، خلک راپورې خاندي.))

د حسن ورور حسين وويل، چې پلار يې د عصبي تکليف له امله د کار وړتيا نه لري، د ده او ورور ورځنى عايد يې نږدې ٢٠٠ افغانۍ دى، چې د شپږ کسيزې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې يې په سختۍ سره پوره کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ هم زيات ناراحته يو، چې خپلې کورنۍ ته مو نوې جامې وانه خيستې، له وسه مو نه کېږي.))

دينې عالم محمدحسن حقيار، شتمن وګړي مکلف بولي چې له بېوزلو سره مرسته وکړي او دغه مرسته بايد د روژې په مبارکه مياشت کې وشي، ځکه الله تعالى هغو کسانو ته چې په دې مياشت کې د ثواب کار تر سره کوي، د نورو مياشتو په پرتله ٧٠ سلنه ډېر اجر لري.

حقيار له بېوزلو او غريبانو خبرتيا د روژې له حکمتونو وبلله او زياته يې کړه: ((کله چې روژه نيسو، بايد د روژې ټول ارکان ترسره کړو، که چېرې د مرستې وړتيا لرو، ولې له مسکينانو سره مرسته ونه کړو، نو روژه مو ريښتينې نه ده.))