کابل (پژواک ٥ زمری، ٩٣): د افغانستان د روڼتيا د څار اداره وايي، چې د قره ذغن سرو زرو کان څخه په ناقانونه ډول د يوه افغاني شرکت له خوا استخراج شوى دى.
د دې ادارې مسوولينو د زمري په ٥مه، په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې د ” افغان کرسټال” په نامه استخراجي شرکت د اکتشافي قرارداد له ترلاسه کولو وروسته، له هغه څخه په ګټې اخيستنې په ناقانونه ډول له دغه کان څخه استخراج کړى دى.
د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې پروت د قره ذغن د سروزرو کان قرارداد د کانونو او پټرولیمو د پخواني وزیر وحید الله شهراني او د افغانستان کرسټال شرکت د مشر سید سعادت منصور نادري تر منځ د ۵۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۳۸۹ لمریز کال د مرغومي په شلمه نېټه لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د روڼتيا څار ادارې اجرائيوي مشر سيداکرام افضلي په دې خبري ناسته کې وويل، چې د دغه شرکت ترشا د چارواکو او زورواکو لاس دى، چې کان ته یې د سيمې او نورو خلکو د ورتګ مخه نيولې ده.
افضلي زياته کړه، چې په دې کان کې د افغان کرسټال شرکت له خوا ټولې چارې په پټه او ناقانونه ډول روانې دي او همداراز په ټولو چارو کې يې بهرنيان په کار ګومارلي دي.
د همدې ادارې يوې بلې غړې او پر طبیعي زېرمو د څار شبکې غړې مريم کوشا وويل، چې د دې سيمې ٧٩ سلنه نارينه او ٩٩ سلنه مېرمنې په دې هيڅ خبر نه دي ، چې د قره ذغن سرو زرو په کان کې د افغان کرسټال شرکت له خوا کومې چارې ترسره کيږي.
د نوموړې په وينا، د کان د شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي، چې ياد شرکت د استخراج پرمهال د سيمې اوسېدونکو سره هيڅ کومه سلا مشوره هم نه ده کړې.
مريم کوشا زياته کړه، چې د درېيو کلونو په تېرېدو سره په سيمه کې د ياد استخراجي شرکت له خوا هيڅ ډول انکشافي پروژه نه ده پلې شوې ، نه هم د سيمې اوسېدونکو ته د کار زمينه مساعده شوې او نه په سيمه کې کوم مثبت بدلون ترسترګو کيږي.
د مریم کوشا په وينا، افغان کرسټال استخراجي شرکت د شوي قرارداد له مخې اړ دى، ترڅو د سيمې اوسېدونکو لپاره عام المنفعه پروژې پلې کړي، خو نوموړې وايي ، چې ياد شرکت د درېيو کلونو په تېرېدو سره حتى يوه پروژه هم نه ده بشپړه کړې.
د افغانستان د روڼتيا څار ادارې مسوولينو له کانونو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې له افغان کرسټال شرکت سره د قره ذغن سرو زرو کان قرارداد موضوع باید جدي وڅېړي که نه پايلې به يې د قره ذغن سرو زرو کان او د سيمې اوسېدونکي زيانمن کړي.
د نوموړې ادارې اجرائيوي رييس سيداکرام افضلي له ولسمشر حامدکرزي يو ځل بيا په کلکه غوښتنه وکړه، چې د کانونو د قانون مسوده دې نه توشيح کوي، چې په بې ساري توګه نيمګړتياوې او ستونزې لري.
د نوموړي په وينا، د دې ډول نيمګړي او ناقص قانون پايلې به همداسې وي، اوبېلګه يې د قره ذغن سرو زرو کان دی، چې د زورواکو او دولتي چارواکو په انحصار کې راغلى او زيانمنېدونکې پايلې يې زېږولې دي.
بله خوا د افغان کرسټال شرکت یوه کارکونکي ، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي،پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دوی شرکت شپږ میاشتې مخکې له دغه کان څخه خپل ټول وسایل او پرسونل وېستلي او دغه کان یې حکومت ته سپارلی دی.
تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو یوه استازي امان الله پیمان پژواک خبري آژانس ته ویلي و، چې افغان حکومت هڅه کوي د افغانستان ټول د سرو زرو کانونه د نادري کورنۍ ته ورکړي.
همدارنګه د کابل چاپ محور ورځپاڼې هم په یوه راپور کې لیکلي و، چې د نادري کورنۍ هر کال د قره ذغن د سرو زرو له کان څخه تر ۲۰۰۰ کیلوګرامو پورې طلا د الوتکو له لارې په پټه تاجکستان ته لېږدوي.