لښکرګاه (پژواک ٥ زمرى۹۳) : د هلمند والي وايي ، وسله وال طالبان غواړي ، چې تر کوچني اختر وروسته په دې ولايت کې پراخ بريدونه ترسره کړي.
يادې څرګندونې د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم د زمري په ٥ مه په هغه ګډه خبري ناسته کې وکړې، چې په کې د سنګين ولسوالۍ قومي مشرانو هم ګډون درلود.
هغه زياته کړه، چې په سنګين کې د دولت وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ شوي ، افغان امنيتي ځواکونه پرمخ تللي ، خو لويه ستونزه يې په سيمه کې ماينونه دي ، چې ددولت وسله والو مخالفينو د جګړې پرمهال ايښي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز دکشفي ارګانو دمعلوماتو له مخې، د دولت وسله وال مخالفين په سنګين او يو شمېر نورو ولسواليو کې تر کوچني اختر وروسته د لويو بريدونو پلان لري.
ده وويل ، چې افغان امنيتي ځواکونو يې د مخنيوي لپاره پوره چموالی نيولی او ډاډ يې څرګند کړ ، چې بيا به وسله وال طالبان ونه توانېږي، چې دغه ډول بريدونه ترسره کړي.
دده په وينا، د دولت وسله والو مخالفينو دغه پلانونه هم دپاکستان په کويټې ښار کې جوړ کړي دي .
جنرال نعيم وويل، چې اوسمهال په سنګين کې امنيتي حالت ښه شوی او افغان امنيتي ځواکونه پرمخ تللي دي.
دده په وينا، هغه طالبان چې دسنګين جګړې ته را غلي وو، ډېر يې وژل شوي، يو شمېر يې نيول شوي او ځينو يې له سيمې څخه پښې سپکې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ خپله سنګين ته تللی و او پر بې ځايه شويو کورنيو يې دکرنې او د کليو د پراختيا وزارتونو او اضطرارکمېټې د مرستو د وېش لړۍ پيل کړه .
په همدې خبري ناسته کې دکليو دپراختيا رييس محمد عمر قانع وويل ، چې له دې مرستو وړاندې ددوی اړونده وزارت نغدي مرستې او نور غير خوراکي توکي هم سنګين ته رسولي دي .