کابل ( پژواک، ۶ زمری ۹۳ ) : د افغانستان او زمبابوی ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ لوبې په درییه ورځ افغانستان زبمباوی ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور ورځنۍ لوبه وړمه ورځ پیل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې افغانستان پخپل لومړي وار ( اننګز) کې په ۱۰۵ منډو وسوځیدله، خو دافغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله د زمبابوی لوبډله هم پخپل لومړي وار کې سمه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۶۵ منډو وسوځیدله.
د هوتک په وینا، دافغانستان له لوري فرید ملک او یمین احمدزي د زمبابوي پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې ددویمې ورځې په پای کې پخپل دویم وار کې ۲۷۵ منډې جوړې کړې او یواځې پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي دي.
هوتک وویل چې دافغانستان له لوري نجیب الله ځدران په زړه پورې نندارې ته وړاندې وکړه او ۹۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، دغه نجیب تره کي هم ښه لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې.
نوموړی وایي چې نن په دریمه ورځ کله چې افغانستان خپله لوبه بیا پیل کړه، نو نجیب ځدران ژر په ۹۹ منډو وسوځیدو او ورپسې فضل نیازي ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې ۳۲۱ ته ورسوله، نیازي ۴۱ منډې کړې.
زمبابوي په لومړي وار کې پر افغانستان ۶۰ منډې زیاتې کړې، او ددې منډو له ویستلو سره افغانستان زمبابوی ته د ګټلو لپاره ۲۶۲ منډې ورکړې دي. نن ددریمې ورځ تر پایه پورې زمبابوی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري میرویس اشرف څلور لوبغاړي سوځولي دي.
سبا د لوبې وروستۍ ورځ ده ، زمبابوی ته د ګټلو لپاره ۵۴ منډې او افغانستان ته د ګټلو لپاره د زمبابوی د څلورو لوبغاړ سوځول پکار دي.
ددې لوبې دوه ورځې پاتې دی او ډير امکان شته چې نتیجه یې ووځي، خو افغانستان تر اوسه په دې لوبه کې پر زمبابوی مخکې دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې ددواړو لوبډلو ترمنځ د څلور یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه په دوه مساوي پای ته رسیدلې وه.









