ژبه

د سنګين ولسوال ټپي شو

لښکرګاه (پژواک١٧زمرى٩٣): باوري سرچينې وايي، چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوال په يوه بريد کې ټپي شوى دى.

د ملي اردو يوه باوري تن د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هلمند د سنګين ولسوالۍ د شکر شيلا په سيمه کې د اردو پر پوستو بريد وکړ.

سرچينه وايې، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو پوستي ته تونل وهلى و او له هغې لارې يې پوسته نيولې وه.

سرچينه زياتوي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو کنډک مشر جاويد او د سنګين ولسوال سليمان شاه ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي، چې دغه لوړپوړي چارواکي هغه مهال ټپيان شول، کله چې دوى يادې سيمې ته د اردو د سرتېرو د مرستې لپاره ورغلل.

ولسوال ته نږدې يوې بلې سرچينې پژواک سره په خبرو کې په ياده نښته کې د ولسوال سليمان شاه ټپي کېدل تاييد کړل.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې دوى په ياده سيمه کې د ملي اردو درې پوستې نيولې دي .

نوموړي ادعا وکړه، چې د بريد پرمهال يې د ملي اردو اته سرتېري وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي.