منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

هندوستان په کندهار کې د کرکټ لوبغالى جوړوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل ( پژواک، ١٨ زمرى ٩٣ ) : د هندوستان حکومت ديو ميليون ډالرو په لګښت په سوېلي ولايت کندهار کې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له يوې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کندهار کې د يوه معياري لوبغالي د رغونې په موخه د هندوستان سفارت ته پروپوزل ورکړی و.

هغه زياته کړه، چې له نېکه مرغه دغه پروپوزل د هندوستان سفارت چارواکو له خوا منظور او ډېر ژر به د کندهار په عينو مېنه کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې پيل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ددغه لوبغالي رغنيزو چارو لپاره د هندوستان سفارت له لوري د يو ميليون ډالرو منظورېدل يوه ستره لاسته راوړنه وبلله .

هغه په دې اړه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول کندهار مېشتو ته  مبارکي وويله .

 نوموړي همداراز، د هندوستان هېواد او په افغانستان کې د هندوستان سفارت له چارواکو هم مننه وکړه.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې په کابل او ننګرهار ولايتونوکې هم د کرکټ معياري نړيوال لوبغالي جوړ شوي دي.

د کندهار د کرکټ مسوول حاجي مسعود رحماني په دې ولايت کې د کرکټ د نړيوال لوبغاړي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په کندهار ولايت او په ځانګړې توګه په دې زون کې  د کرکټ لوبغاړي او مينه وال زيات دي، خو کوم معياري لوبغالى يې نه درلود.