منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د بندامير ښاماران د امو پر نهنګانو او د بست ساتونکي د سپين غر پر پړانګانو برلاسي شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٥ وږى ٩٣): د هېواد پنځو زونونو ترمنځ د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ په شل اوريزو سياليو کې د بند امير ښامارانو لوبډله د امو پر نهنګانو او د بست ساتونکو لوبډله د سپين غر پر پړانګانو برلاسې شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې سياليو په دوهمه ورځ د لومړۍ لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د امو نهنګانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ده زياته کړه، د امو نهنګانو په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د بندامير ښامارانو ته د ۱۲۳ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې جاوېد احمدي ۲۵ او عثمان غني ۲۳ منډې جوړې کړې. د بندامير ښامارانو له لوري محمد نبي عيسی خېل، رحمت شاه او حمزه د سيالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

د هغه په وينا، د بندامير ښامارانو ورکړل شوی هدف د سيالۍ په نولسم اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ. د دوی له لوري اصغر ستانکزي ۵۲ او حشمت الله شهيدي ۳۹ منډې جوړې کړې.

نوموړى زياتوي، لوبډلمشر نبي عيسی خېل د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست له خوا يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د کرکټ بورډ وياند دغه راز وايي، دوهمه لوبه له زړه راښکونکي پای سره د سپين غر پړانګانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه.

د ده په خبره، د لوبې پچه د سپين غر پړانګانو لوبډلمشر وګټله او د بست ساتونکو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د بست ساتونکو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې منير احمد ۴۷ او ناصر جمال ۳۶ منډې جوړې کړې. د سپين غر پړانګانو له لوري ظاهر د سيالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

هغه وويل، سپين غر پړانګانو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د بست له ساتونکو سره لوبه برابره کړه. د دوی له لوري قسيم ۴۶ او شوکت زمان ۴۳ منډې جوړې کړې. د بوست ساتونکو له خوا نوين الحق ۳ لوبغاړي وسوځول.

هوتک زياتوي، سيالي د برابرېدو له امله غوره اور (سوپر اور) ته لاړه. د غوره اور پيل د سپين غر پړانګانو لوبډلې وکړ او د بست ساتونکو ته يې د ۲۰ منډو هدف وټاکه. د بست ساتونکو له خوا نجيب ځدراڼ د هسکو شپږيزو پر مټ د سپين غر له پړانګانو سيالي وګټله.

دى وايي، نجيب ځدراڼ چې د لوبې په سوپر اور کې يې سيالي د خپلو هسکو شپږيزو پر مټ له سيالې لوبډلې وګټله، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار له لوري يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دې سياليو لومړۍ ورځ (د وږي څلورمه) د بند امير ښامارانو او د مس عينک اتلانو د لوبډلو له برياوو سره پيل شوه.

ټاکل شوې، سبا به د مس عينک اتلانو او امو نهنګانو، د بست ساتونکو او بند امير ښامارانو ترمنځ سيالي ترسره شي.