منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د امو نهنګانو د مس عينک اتلانو او د بندامير ښامارانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک ٦ وږى ٩٣): د هېواد پنځو زونونو ترمنځ د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ په شل اوريزو سياليو کې نننۍ سيالۍ د امو نهنګانو او بندامير ښامارانو په بريا سره پاى ته ورسېدې.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې سياليو په درېيمه ورځ لومړۍ لوبه چې د مس عينک اتلانو او امو نهنګانو ترمنځ وه، پچه يې د امو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د مس عينک اتلان يې توپوهنې ته راوبلل.

ده زياته کړه، د مس عينک اتلانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د امو نهنګانو ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې ګلبدين نايب ۴۰ او نورعلي ځدراڼ ۲۵ منډې جوړې کړې. د امو نهنګانو له لوري جاوېد احمدي، عثمان غني او محمد مجتبى د مس عينک اتلانو يو يو لوبغاړى وسوځاوه.

د هغه په وينا، د امو نهنګانو ورکړل شوى هدف د لوبې په وروستي اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ. د دوى له ډلې جاوېد احمدي ۴۴ او مجتبى ۴۸ منډې جوړې کړې. جاوېد احمدي د سيالۍ غوره لوبغاړي ونومول شو او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود له لوري يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د کرکټ بورډ وياند دغه راز وايي، دوهمه سيالي د بست ساتونکو او بندامير ښامارانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بندامير ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د بست ساتونکو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ده په خبره، د بست ساتونکو له يو ښه پيل سره د لوبې په لومړيو اورونو کې چټکې منډې جوړې کړې. دوى په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د بندامير ښامارانو ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۲ منډې جوړې کړې. د بندامير ښامارانو له خوا رحمت شاه د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

هغه زياتوي، د بندامير ښامارانو ورکړل شوى هدف د لوبې په پنځلسم اور کې د دوو لومړيو توپوهونکو پر مټ بشپړ کړ، چې له ډلې يې حضرت الله ۷۵ او عمران جنت ۶۲ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، حضرت الله د سيالۍ غوره لوبغاړي ونومول شو او د اولمپيک ملي کمېټې رييس فهيم هاشمي له خوا يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

هوتک وايي، د پرله پسې درېيمې سيالۍ له ګټلو سره، د بندامير ښامارانو لوبډلې د سياليو پايلوبې ته لاره وموندله.

د يادونې وړ ده، چې د دې سياليو په لومړۍ ورځ (د وږي څلورمه) بند امير ښامارانو او د مس عينک اتلانو لوبډلو له خپلو سيالانو لوبې وګټلې. دغه راز تېره ورځ د بند امير ښامارانو لوبډله د امو پر نهنګانو او د بست ساتونکو لوبډله د سپين غر پر پړانګانو برلاسې شوه.

ټاکل شوې سبا د بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو او د امو نهنګانو او سپين غر پړانګانو ترمنځ سيالۍ ترسره شي.