کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٣): په کابل کې د کرکټ شل اوريزو ملي سياليو په لړ کې د بند امير ښامارانو او د سپين غر زمريانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.
د هېواد د پنځو زونونو د لوبـډلو ترمنځ د (شپږيزې) تر نامه لاندې د کرکټ شل اوريزې ملي سيالۍ د کابل په نړيوال لوبغالي کې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په اتمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم دوه لوبې ترسره شوې.
هغه زياته کړه، چې لومړۍ لوبه د بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د بندامير ښامارانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د مس عينک اتلانو ته د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ.
د بند امير لوبډلې له لوري حشمت الله شهيدي ۵۶ او وحيدالله شفق ۴۱ د پام وړ منډې جوړې کړې. د مس عينک اتلانو له لوري ګلبدين نايب ۳ او روښان دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل، د مس عينک اتلانو ياد هدف ترلاسه نه شو کړى او ټوله لوبډله يې په شپاړسو اورونو کې په ٩٨ منډو وسوځېدله او دغه راز د بند امير لوبـډلې دا لوبه د ٤٥ منډو په توپير سره وګټله.
د کرکټ بورډ وياند وايي، نن تر غرمې وروسته دويمه لوبه د سپين غر زمريانو او د امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، چې د سپين غر په بريا پاى ته ورسېده.
هوتک وويل، چې د سپين غر لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې ١٩٤ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٩٥ منډو هدف کېښود.
د سپين غر له لوري شفيق الله شفق ٥٣، شبير نوري ٣٥ او نجيب تره کي ٣٤ منډې جوړې کړې، د امو له لوري مجتبى د سپين غر درې لوبغاړي وسوځول.
د امو نهنګانو، ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او په ټاکل شويو اورونو کې يې ١٨٤ منډې جوړې کړې.
نن د يادو سياليو د ګروپي لوبو وروستۍ ورځ وه، دې سره څلور لوبډلې (بند امير، مس عينک، بست او امو) د روانو سياليو نيمه پاى لوبو ته لاره پيدا کړه.
ټاکل شوې، سبا (يکشنبه) دوه نيمه پايلوبې ترسره شي؛ لومړۍ نيمه پايلوبه به مس عينک اتلان او بست ساتونکو ترمنځ او دوهمه نيمه پايلوبه به د بندامير ښاماران او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شي.










