کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٣): په کابل کې د کرکټ شل اوريزو ملي سياليو په لړ کې بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو لوبډلو د سياليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
د هېواد د پنځو زونونو د لوبـډلو ترمنځ د (شپږيزې) تر نامه لاندې د کرکټ شل اوريزې ملي سيالۍ د کابل په نړيوال لوبغالي کې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په نهمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم دوه لوبې ترسره شوې.
هغه زياته کړه، لومړۍ لوبه د بند امير ښامارانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه د بندامير ښامارانو وګټله او سياله لوبډله يې توپوهنې ته راوبلله.
د ده په وينا، امو نهنګانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې يې جمعه ګل ۴۰، جاوېد احمدي ۳۵ او ميرويس اشرف ۳۰ منډې جوړې کړې.
د بندامير ښامارانو توپ اچوونکو له لوري يامين احمدزي ۴ او رحمت شاه ۳ لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل، بندامير ښامارانو ورکړل شوی هدف د لوبې په نولسم اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې يې حشمت الله شهيدي ۵۴ او حضرت الله ۴۶ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی يامين احمدزی ونومول شو.
د کرکټ بورډ وياند وايي، دويمه لوبه د مس عينک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه، چې د مس عينک اتلانو په بريا پاى ته ورسېده.
هوتک وويل، د دې لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
د مس عينک اتلانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته ۱۷۹ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې نورعلي ځدراڼ ۵۶ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو له خوا نوين الحق د سيالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د هغه په وينا، د بست ساتونکو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د لوبې په وروستي اور کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې جوړې او لوبه يې د مس عينک اتلانو په ګټه وبايلله.
له دوی څخه سميع اغا ۳۷ او نجيب ځدراڼ ۳۰ منډې جوړې کړې. د مس عينک اتلانو لوبډلې توپ اچوونکو له لوري روښان بارکزي د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
روښان بارکزی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې، سبا (دوشنبه) د بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ پايلوبه ترسره شي.
محمداصف احمدزى










