کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د هېواد پنځو زونونو په کچه پنځو لوبډلو ترمنځ د شپږيزې سياليو پايلوبه د مس عينک اتلانو له بريا سره پاى ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، نننۍ لوبه چې د زرګونو نندارچيانو له لوري په لوبغالي کې بدرګه کېده، پچه يې د مس عينک اتلانو لوبډلمشر وګټله او لوبه يې پيل کړه.
ده زياته کړه، مس عينک اتلانو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې نورعلي ځدراڼ ۵۷ او ګلبدين ۸۵ منډې جوړې کړې. د بندامير ښامارانو توپ اچوونکو له خوا رحمت شاه د سيالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د هغه په وينا، د بندامير ښامارانو ورکړل شوى هدف بشپړ نه کړاى شو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره سيالي د مس عينک اتلانو په ګټه وبايلله.
دى وايي، د دوى له ډلې څخه محمد نبي عيسي خېل ۸۸ او عمران جنت ۳۳ منډې جوړې کړې. د مس عينک اتلانو له لوري ګلبدين د سيالې لوبډلې ۳ او مسلم موسى ۲ لوبغاړي وسوځول.
د سيالۍ غوره لوبغاړي ګلبدين نايب ونومول شو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوبې د پاى په مراسمو کې د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، په افغانستان کې د هند سفير امر سينا، د کورنيو چارو وزارت تخنيکي مرستيال مسعود عزيزي، د لوګر والي نيازمحمد اميري، د اولمپيک ملي کمېټې رييس فهيم هاشمي، د ولسي جرګې غړو اميرخان يار او صفيه صديقي برخه اخيستې وه.
د ماليې وزير په خپله وينا کې دواړو لوبډلو ته د مبارکۍ د ويلو ترڅنګ د کرکټ بورډ دغه ستر ګام وستايه او د لوبو له بريالي پرمختګ څخه يې ستاينه وکړه.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال هم په خپله لنډه وينا کې کرکټ د لاسته راوړنو لوبه وبلله او د کرکټ بورډ ادارې پلانونه يې د کرکټ پرمختيا او په ملي او نړيواله کچه يې د کرکټ لاسته راوړنې د ستاينې وړ وبللې.
په قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود په خپله وينا کې، دواړو لوبډلو ته مبارکي ووييله.
نوموړي د شپږيزې سياليو ارزښت او په دغو سياليو کې د ګډونوالو لوبډلو او نندارچيانو پراخه ګډون ارزښتمن وباله.
مسعود له دواړو نوماندانو وغوښتل چې له تفاهم څخه کار واخلي او ځوانانو له روان ناورين څخه وژغوري.
د کرکټ بورډ وياند وايي، د سياليو غوره توپ اچوونکى روښان بارکزى، د سياليو غوره توپ وهونکى نورعلي ځدراڼ، د سياليو ځوان لوبغاړى حضرت الله او د سياليو غوره لوبغاړي ګلبدين نايب ونومول شو.
هغه زياتوي، په پاى کې د سياليو دوهمې ګټونکې لوبډلې لوبډلمشر نبي عيسي خيل او ګټونکې لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل ته د مېلمنو له خوا ډالۍ ورکړل شوې.










