ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پغمان د ډله ييز تېري عاملين دې ژر محاکمه شي”

“د پغمان د ډله ييز تېري عاملين دې ژر محاکمه شي”

author avatar
7 Sep 2014 - 14:40
“د پغمان د ډله ييز تېري عاملين دې ژر محاکمه شي”
author avatar
7 Sep 2014 - 14:40

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٣): په کابل، کندوز، جوزجان، بلخ، پکتيا، سرپل او بدخشان کې د ښځو په ګډون د مدني ټولنو غړو او محصلينو د لاريونونو په ترڅ کې د پغمان پېښې د عاملينو د ژر تر ژره محاکمې او اعدام غوښتنه وکړه.

نږدې دوې اونۍ وړاندې يو شمېر وسله والو په پغمان ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې په ډله ييزو ډول د ځينو هغو کورنيو ښځې بې عفته او ګاڼې يې ترې غلا کړې، چې له واده بېرته کابل ښار ته خپلو کورونو ته روانې وې.

د تېري کوونکو شمېر لس کسه ښودل شوى او ٧ يې تر اوسه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

دغه ناوړه عمل په هېواد کې د پراخو لاريونونو لامل شوى دى.

په کابل کې هم د مدني ټولنې د غړو په ګډون په سلګونو محصلانو او ښځو نن له غرمې وړاندې د کابل ښار د عامې روغتيا له څلورلارې د سترې محکمې تر دفتر پورې لاريون وکړ.

دوى د “تېري کوونکي دې په علني ډول محاکمه شي، د پغمان ټپونه د ټولو ټپ دى، د تېري کوونکو بښنه په هېواد کې د تېري لامل ګرځي، پر ښځو تېرى په ملت تېرى دى” شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو له سترې محکمې غوښتنه وکړه، چې د پېښې عاملين پر سخته سزا محکوم کړي.

د حميدې وردګ په نوم يوې مدني فعالې له عدلي او قضايي ارګانونووغوښتل، چې تېري کوونکې دې د خلکو پر وړاندې محاکمه کړي، څو خلک يې وويني، که نه له دې پرته به خلک ارام نه شي.

هغه زياته کړه: ((حکومت دې هغوى نه خوشې کوي، لکه پخوا چې تېري کوونکي خوشې کېدل؛ که چېرې تېري کوونکي د دار له کړۍ هم وژغورل شي، نو ډاډمن يم، چې د زندان په دننه کې به يې هم څوک ژوندي پرې نه ږدي.))

يوه بل ځوان عبدالودود يوسفزي هم وويل، چې د پغمان پېښه يو نه بښونکى جنايت دى او بايد عاملين يې په دار وځړول شي.

ده زياته کړه: ((موږ له سترې محکمې غواړو چې د فاجعو رامنځته کوونکي جنايتکاران او تېري کوونکي د هېواد له نافذه قانون سره سم د خپلو عملونو پر سزا ورسوي.))

د پېښې په اړه د لاريون کوونکو له خوا په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي، چې په پغمان کې د جنسي تېري عاملان بايد په سختې سزا محکوم شي او دغه محاکمه دې ژر تر ژره ترسره شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې حکومت بايد د دغه نه بښونکي جرم د شريکانو په پېژندنه، نيولو او محاکمه کې هم اقدام وکړي او د زيانمو کورنيو امنيت دې ډاډمن او تضمين شي، څو د جنايتکارانو له شره خوندي شي.

په پرېکړه کې زياته شوې: ((له حکومت او قضايي بنسټونو څخه غواړو چې له دغه ناوړه پېښې څخه پند او عبرت واخلي او د قانون له حاکميت سره په هېڅ ډول معامله ونه کړي او په افغانستان کې د قانوني معافيت فرهنګ پاى ته ورسوي.))

دا په داسې حال کې ده چې لويې څارنوالۍ تېره ورځ د پغمان قضيې د اووه کسانو عاملانو قضيې سترې محکمې ته محول کړې او هغوى ته يې د سختې سزا (اعدام) غوښتنه کړې ده.

ولسمشر کرزي تېره ورځ د ولسمشرۍ رياست په ارګ کې له يو شمېر ښځو سره په خبرو کې وويل، چې د پېښې د عاملينو په اړه د سترې محکمې د حکم په صادرېدو سره به دغه کسان په علني ډول اعدام شي.

کرزي زياته کړه: ((زه له اعدام سره کلک مخالف يم او په هر حالت کې يې مخالفت کوم، خو دوى ته مې اعدام غوښتى او له قاضي القضات صاحب څخه غواړم چې دوى ته د اعدام حکم وکړي.))

د ويلو ده، چې نن په کندوز، جوزجان، بلخ، پکتيا، سرپل، بدخشان او ځينو نورو ولايتونو کې په سلګونو کسانو د لاريونونو په کولو سره د دې ناوړه پېښې په اړه کلکه اندېښنه وښوده او د جنسي تېري د عاملينو پر اعدام يې ټينګار وکړ.

په کندوز ښار کې د مدني ټولنې فعالانو د استيناف محکمې تر رياست پورې لاريون وکړ او د پغمان پېښې عاملينو ته يې د سختې جزا غوښتنه وکړه.

د کندوز د مدني ټولنو د مشارکت شبکې رييس عبدالله رسولي وويل: ((له شک پرته چې د پغمان پېښه به د ورته پېښو لومړۍ او وروسته پېښه نه وي، خو هغه څه چې په اوسني عمومي وضعيت پورې اړه لري، خلک په دې اند دى، که چېرته د ولسمشرۍ ټاکنو د بحران لمنه ټوله نه شي او دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکي کې د تاوتريخوالي تر دې د سختو پېښو شاهد هم وي.))

د جوزجان په مرکز شبرغان کې هم ورته لاريون وشو، چې ګڼو مدني بنسټونو او ښځو په کې ګډون کړى وو او د پغمان پېښې عاملينو ته يې د اعدام غوښتنه وکړه.

د محمد رسول په نوم يوه ديني عالم وويل، هغه کسان چې نيول شوي، د درېيو جرمونو مرتکبين دي، چې غلا، تاوتريخوالى او جنسي تېرى په کې راځي.

په بلخ ولايت کې د لسګونو مدني ټولنو فعالينو او لسګونو خبريالانو د وږي په ۱۶مه، د استيناف محکمې مخې ته د پغمان د پېښې په تړاو اعتراضيه غونډه وکړه.

ياده غونډه، چې د لويې لارې پر سر وشوه، له ګډونوالو سره په سپينو پاڼو کې ليکلي شعارونه و، چې د پغمان د پېښې جنسي تېري کوونکو ته په کې په جدي توګه د اعدام غوښتنه شوې وه.

په بلخ ولايت کې د مدني ټولنې فعال عظيم رسالت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پغمان پېښه له وحشته ډکه او له انسانيته لرې عمل وو.

اخوا د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې هم په دوو بېلابېلو لاريونونو کې د پغمان د پېښې  عاملينو ته دسختې سزا (اعدام )غوښتنه وشوه.

له دغو لاريونونو څخه يې لومړی د ښځو چارو رياست مخې ته د يو شمېر ښځينه حقونو فعالانو او دويم يې د پکتيا د  محکمې مخې ته د ځينو دمدني ټولنو له خوا ترسره شو.

د پکتيا د مدني ټولنو په استازيتوب حبيب الله مستعان له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې دپغمان  د پېښې عاملين په عام محضر کې اعدام کړي.

د مدني ټولنې فعالې ماهرې احمدزۍ وويل، چې ولسمشر او عدلي ارګانونو بايد د پغمان د پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي، ځکه پر ښځو د تاوتريخوالي يو لوی لامل دا دی، چې عاملينو ته يې سزا نه ورکول کېږي.

دغه راز په سرپل کې هم د دې ولايت د محکمې رياست مخې ته د مدني بنسټونو ځينو فعالينو په يوه غونډه کې د پغمان د پېښې عاملينو ته د اشد مجازاتو د سزا غوښتنه وکړه.

د سرپل ولايت يوه مدني فعال او د تربيه معلم استاد محمد يونس عادل، پژواک اژانس ته وويل، که عدلي او قضايي ارګانونه د يادې پېښې عاملينو ته د اشد مجازات سزا وانه وروي، دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.