منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د هانګ کانګ د فوټبال لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : د اسيايي لوبو د فوټبال په سياليو کې هانګ افغانستان ته دوه پر يو ګول ماتې ورکړه.

اسيايي لوبې له تېرو څو ورځو راهيسې په سوېلي کوريا کې پيل شوې دي، چې له افغانستان څخه د فوټبال او کرکټ په ګډون د ګڼ شمېر لوبو لوبډلې په کې برخه اخلي.

د فوټبال په سياليو کې نن افغانستان خپله دويمه لوبه له هانګ  کانګ سره ترسره کړه، چې د هانګ کانګ په بريا پاى ته ورسېده.

هانګ کانګ د لوبې په لومړۍ نيمايي کې دوه ګولونه ووهل، خو افغان لوبغاړو د ګول په وهلو بريالي نه شول.

د لوبې په دويمه برخه کې افغان لوبغاړو لـږ ښه لوبه ترسره کړه او د لوبډلې مشر اسلام الدين ديوه ګول پر وهلو بريالى شو، خو د لوبې پاى ته رسېدو سره هانګ کانګ دا لوبه دوه پر يوه ګول وګټله.

دوه ورځې مخکې بنګله دېش هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به خپله دويمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کړي.