کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د سوېلي کوريا په اسيايي لوبو کې د ساحلي واليبال، وشو او جودو افغان لوبغاړو خپلې لوبې بايللې دي.
لواسيايي لوبې پرون په سوېلي کوريا کې پيل شوې چې په کې د لسګونو هېوادونو سلګونو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې له خوا د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون افغان لوبغاړو د ساحلي واليبال، وشو او جودو په سياليو کې برخه واخيسته.
سرچينې زياته کړه چې د افغانستان د ساحلي واليبال لوبډلې له اندونيزيا سره لوبه درلوده چې دوه پر صفر د اندونيزيا په ګټه پاى ته ورسېده.
سرچينې دغه راز ويلي چې د جودو افغان لوبغاړي عبدالفهيم د ماکاو هېواد لوبغاړي ته ماتې ورکړه خو له هانګ کانګي لوبغاړي يې ماتې وخوړه.
د اولمپيک کمېټې زياته کړې چې د وشو په سياليو کې افغان لوبغاړي محفوظ وفا له قزافي لوبغاړي څخه ماتې وخوړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ساحلي واليبال لوبـډلې نن له چين سره، په جودو کې افغانستان له کوريا او منګوليا سره لوبې کوي، په وشو کې افغانستان له ويتنام او لاووس سره لوبې لري.
د يادو لوبو ترڅنګ د افغانستان د فوټبال او کرکټ لوبډلو هم په دغو سياليو کې برخه اخيستې ده.










