منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د لويديځ اسټراليا کرکټ لوبډلې افغان لوبـډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته چې د نړيوال جام د تياريو په موخه اسټراليا ته تللې، د لويديځ اسټراليا يوې ځايي لوبډلې ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويديځ اسټراليا د لوبډلې او افغان لوبډلې ترمنځ د کرکټ يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه نن د پرت په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د لويديځ اسټراليا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوى په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٥ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري شرف الدين اشرف ٣، محمد نبي ٢، دولت ځدران، ميرويس اشرف او رحمت شاه يو يو لوبغاړي وسوځول.

فريد هوتک وويل چې د افغانستان ملي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په درې څلوېښتم اوور کې په ١٤٣ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي ٢٣، رحمت شاه ٢٠ او ګلبدين نايب ١٩ منډې جوړې کړې.

د کرکټ نړيوال جام ټاکل شوې ده د ٢٠١٥ زېږديز کال د فبرورۍ مياشتې په ١٤مه په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ياد جام کې ګډون کوي او د تياريو په موخه څو ورځې مخکې اسټراليا ته رسېدلې ده.

هوتک وايي چې دوى به د تمريناتو او روزنې ترڅنګ له ځايي لوبډلو سره يو شمېر لوبې هم ترسره کړي.