منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: هېواد دوست او متحد افغان لوبډلو لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک،  د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): په کابل کې د کرکټ د “ميليون ليګ” شل اووريزو سياليو په لړ کې د هېواد دوست او متحده افغان لوبـډلو خپلو سيالو لوبـډلو ته ماتې ورکړه.

د لوبه کرکټ کميونيټي له خوا (اېل سي سي) له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ   چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لري، د وږي په ٢٨مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.

د  اېل. سي. سي  مشر ضراب شاه ظهير د وږي په تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون لومړۍ لوبه د افغان رنجرز او هېواد  دوست ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې افغان رنجرز لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ مندې جوړې کړې.

دى وايي چې د هېواد دوست لوبډلې ياد هدف په اوولسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري محب الله اورياخېل ٥٦ او شاهد مندوزي ٤٩ منډې جوړې کړې، مندوزى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ظهير وايي چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د متحده افغان او د پاکستان د اېم سي اى لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د متحد افغان لوبډلې په بريا پاى ته روسېده.

ده وويل چې د اېم سي اى لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري مهران ٥١ او وقار خان ٣٨ منډې وکړې.

د ضراب شاه په وينا، متحد افغان لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړه او لوبه يې وګټله، ددوى له لوري فضل ځاحى ٧٠ او هاشم ٣٥ منډې جوړې کړې، فضل ځاځى ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.