منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

له اسيايي اولمپيکه په افغانستان کې د لوبغالو جوړولو غوښتنه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٢ تله ٩٣): افغانستان د اسيايي اولمپيک ادارې له چارواکو غوښتي چې په هېواد کې د بېلابېلو لوبو لپاره لوبغالي جوړ کړي.

دغه غوښتنه د افغانستان د ملي اولمپېک کمېټې رييس محمدفهيم هاشمي په سوېلي کوريا کې د ا سيايي اولمپيک شورا په ٣٣مه کلنۍ غونډه کې کړې ده.

د ملي اولمپيک کمېټۍ له خوا د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه پرون ترسره شوه او په کې د افغانستان په ګډون د اسيايي اولمپيک شورا د ٤٥ غړو هېوادونو استازو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې چې د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان د ملي اولمپېک کمېټۍ رييس فهيم هاشمي د نړيوال اولمپيک له مشر توماس باخ او اسيايي اولمپيک شورا له مشر شيخ احمد الفهد ال صباح سره وليدل.

په خبرپاڼه کې د دغو ليدنو پر مهال هاشمي د نړيوال او اسيايي اولمپيک له مشرانو وغوښتل چې د ٢٠١٥ کال  د جنورۍ په مياشت کې د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې د نوې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اولمپيک چارواکو د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې د فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه کړې او د هر ډول ملاتړ ډاد يې ورکړى دى.

هاشمي له دوى وغوښتل چې په افغانستان کې د لوبو د بېلابېلو برخو لوبغالو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، افغان لوبغاړي د لوبو او تمرينونو لپاره د لوبغالو له کمښت سره مخ دي او دغه ستونزه د دوى د پرمختګ پر وړاندې لوى خنډ دى.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اسيايي اولمپيک مشرتابه د افغانستان استازو ته ډاډ ورکړ، چې دوى د نړيوال اولمپيک سياليو لپاره چې ټاکل شوې دوه کاله وروسته په برازيل کې ترسره شي، د افغان لوبغاړو د تيارو او تمريناتو په برخه کې مرسته وکړي.