منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

ملي لوبډلې د ”اسټراليا نيو ساوټ ويلز” لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل ( پژواک ٤ تله ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د تمريني سياليو په ترڅ کې د ”اسټراليا نيو ساوت ويلز” لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ ملي لوبډله  په اسټراليا هېواد کې  ده او هلته يې د نړيوال جام سياليو لپاره تمريني لوبې پيل کړي دي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په نننۍ لوبې کې پچه افغان لوبډلې وګټله ؛خو د توپ اچونې پريکړه يې وکړه.

د هوتګ په وينا د اسټرالياساوت ويلز لوبډلې د سيالۍ په ۴۹ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې وکړې او ۲۶۷ هدف يې وټاکه.

د هوتک په خبره د افغان توپ اچونکو له لوري افتاب عالم ۴ او يامين خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

دى زياتوي افغان توپوهونکو ياد هدف په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ چې له ډلې يې نوروز منګل ۸۵ او ناصر جمال ۴۱ منډې وکړې.

بلخوا پژواک اژانس ته د کرکټ بورډ له لوري د تلې په ٤مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې   اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د يادې لوبې پر ګټلو خوښي ښودلې ده.

مراد ويلي : (( له دغو تمريني سياليو زموږ موخه د اسټراليا له ويشتنځايونو او هوا حالاتو سره د ملي لوبډلې بلدتيا ده. موږ ورځ تر بلې د ملي لوبډلې په پياوړتيا کې ښه والى وينو.))

له نننۍ سيالۍ څخه د لېدنې لپاره په افغانستان کې د اسټرليا سفير جان فليپ هم لوبغالي ته ورغلى  وو چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مثبت پرمختګونو  ستاينه يې وکړه.