منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: افغانستان د استراليا نيوساوت ويلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل ( پژواک ٦ تله ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ، چې استراليا ته د تمرينونو لپاره تللې، ددغه هېواد يوه ځايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پنځوس اووريزه يوه ورځنۍ لوبه نن د استراليا د کينبرا ښار د مناکو په لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه د نيوساوت ويلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هوتک وويل ، چې يادې لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منـډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٣٣ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري يمين احمدزي څلور ، محمد نبي عيسى خېل درې، ګلبدين او سميع الله شينوراي يو يو لوبغاړى وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند وويل ، چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې ياد هدف په پنځوسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري عثمان غني په زړه پورې لوبه وکړه او له سوځېدو پرته يې ٦١ منډې جوړې کړې، دغه راز نجيب ځدراڼ ٤٦، سميع الله شينواري ٣٢ ، اصغر ستانکزي ٢٧  ، ګلبدين ٢٣ او جاوېد احمدي ١٩ منډې جوړې کړې.

افغانستان د جمعې په ورځ هم يادې لوبـډلې ته ماتې ورکړې وه، خو تر دې مخکې يې په دوو تمريناتي لوبو کې ماتې خوړلې وه.