کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٣ ) : افغانستان د اسيا اولمپېک لوبو د کرکټ په سياليو کې دويم مقام خپلولو سره د سپينو زرو مډال خپل کړ.
د سويلي کوريا په انچيون ښار کې د اسيا داولمپيک سيالۍ روانې دي چې له افغانستان هم په په بېلا بېلو لوبو کې لسګونو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
ددې لوبو د کرکټ سياليو پاى لوبې ته افغانستان او سريلانکا لاره موندلې، چې نن يې ترمنځ ترسره شوه.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاى لوبې پچه سريلانکا وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سريلانکا ټوله لوبـډله په شلم اوور کې په ١٣٣ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ١٣٤ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر نبي عيسى خېل په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د سريلانکا څلور لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز ګلبدين دوه، فضل الرحمن ، فريد احمد او نسيم بړيڅ يو يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وويل چې د افغانستان لوبـډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله په اتلسم اوور کې په ٦٨ منډو وسوځېد، دافغانستان له لوري نجيب تره کي ١٧، قسيم خان ١٠ او کريم صادق ١٠ منډې جوړې کړې.
سريلانکا په دې سياليو کې دسرو زرو مډال، افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپلولو سره د سپينو زرو مـډال او د بنګله دېش لوبډلې درېيم مقام ترلاسه کولو سره د برونز مډال ترلاسه کړ.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان د تېکواندو يو لوبغاړي هم د برونز مډال ترلاسه کړى دى.
افغانستان څو کاله مخکې د چين په اسيايي اولمپېک سياليو کې هم د سپينو زرو مډال ترلاسه کړى و.










