منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ لوبډله د سپینو زرو له مډال سره هېواد ته را ستنه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل( پژواک، ۱۴ تله ۹۳ ) : د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو د مډال تر ګټلو وروسته نن هېواد ته را ستنه شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د الف لوبډله نن ترغرمې وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې یې دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرانو او د کرکټ مینه والو هرکلی وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود چې له الف لوبډلې سره سوېلي کوریا ته تللی و، په هوایي ډګر کې پژواک ته وویل،چې د الف لوبډلې لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ډیره ښه لوبه وکړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، چې که څه هم په دې سیالیو کې د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې هم برخه اخیستې وه، خو هغوی درېیم او افغانستان دویم مقام خپل کړ.

مسعود په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو د لوبې ستاینه وکړه.

د اسیا د اولمپیک سیالیو د کرکټ په لوبو کې افغانستان نیپال او هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره موندلې وه، خو پای لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.

په دې سیالیو کې سریلانکا د سرو زرو، افغانستان د سپینو زرو او بنګله دیش د برونز مډال ترلاسه کړ.