منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د کانونو کارګر د “تورې طلا” په لټه ځان خطر ته ورکوِي

پژواک خبري اژانس
· ۷ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک ١٥ تله ٩٣): د مرګوني کاري شرايطو او د حکومت د څارنې پر نه شتون سربېره بېوزلي کارګران د پيسو ګټلو لپاره ډله-ډله د افغانستان د سکرو کانونو ته مخه کوي.

د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په شتمنې ولسوالۍ دره صوف کې تنکي ځوانان د مشرو معدنچیانو په پرتله ځانګړې ښېګڼې لري. د هندوکش په لمنو کې پراته دغه د نریو سوریو ستره شبکه کې د سورې ژوره ۱.۷ کیلومتر پورې رسېږي. د سیمه ییزو خلکو په خبره یو څوک باید میانه ونه ولري تر څو بې له دې چې ځان کړوپ کړي، د ډبرو سکرو «تورې طلا» رګونو ته ورسېږي. د کان مسوول، یو شخصي سوداګر، د هسکو او ځواکمنو کارګرانو په پرتله د ۱۳ کلن حسن په څېر کسان خوښوي.

چلاخه (قمچینه) په لاس او درې خرونه ورپسې، حسن په ورځ کې تر ۱۲ ساعتونو پورې کار کويؤ په هرو ۴۰ دقیقو کې حسن د کانونو له ژورو څخه د سکرو له تازه بار سره راوځي، د دغه کار په بدل کې هغه په میاشت کې ۱۱زره افغانۍ ګټي او ورباندې د ځان او خپلو حیواناتو ګوزاره کوي.

د ملا ماتوونکي کار او د زړه سوي وړ پر تنخواه سربېره د شمالي افغانستان د سکرو په ۱۱ کانونو کې چې په شمال ختیځ کې تر بدخشان او په لوېدیځ کې د هرات تر ولایته غځېدلي، کارګران د کړوپېدلو، معیوبېدو او په کان کې تر خاورو د لاندې کېدو له ګواښونو سره لاس او ګرېوان دي.

د نړیوالو اټکلونو له مخې، افغانستان له سلو تر څلور سوه ميليون متریک ټنه د لوړ کیفیت سکرو کانونه لري، خو د لسیزو جګړو او بې غوریو له کبله یې د کانونو سوري په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ګڼل کېږي. حکومت د کانونو پر استخراج ډېر لږ څارنه کوي او په دې ډول معدنچیان پرېږدي چې له ډېرو ابتدایي لارو سکاره استخراج کړي. په دغو کانونو کې مرګ ژوبله، په بوږنوونکي ډول شتون لري.

کان کيندونکی غلام نبي په دې وروستیو کې خپل څلور نارینه خپلوان د دره صوف د کان په یوه پېښه کې له لاسه ورکړل. دغه کان ۵۸ کاله عمر لري او د سمنګانو ولایت له مرکز څخه ۱۵۶ کیلومتره لرې پروت دی.

د دره صوف کانونه د افغانستان د نورو کانونو په پرتله ښه حالات لري او په سوریو کې یې د کلکو لرګیو قطارونه شته چې د کانونو د راغورځېدو مخه نیسي.

نبي وايي: «هر کال لږ تر لږه لس کسه په دغو کانونو کې وژل کېږي.»

له دې امله چې کانونه ميکانيزه شوي نه دي، کان کيندونکي د اوږدو ساعتونو لپاره داسې هوا تنفس کوي چې له کاربني دودونو ډکه وي.

د دره صوف د عامې روغتیا مشر خالد دانش وایې چې دغه ډول هوا په انسان کې د پوستکي ناروغي او تنفسي ستونزې پیدا کوي.

د ده په وينا، سیمه ییز حکومت روغتیایي خدماتو ته د کان کيندونکو د لاسرسي لپاره ډېر لږ اقدامات ترسره کړي، خو بیا هم په کلینیکونو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او کان کيندونکي ورته نه شي رسېدلی.

دانش وایي، خلک د دودیزو خنډونو له امله په منظمه توګه کلینیکونو ته نه ځي، خو وایي د بېړنیو پېښو لپاره روغتیايي کارکوونکي شپه او ورځ تر سلو د ډېرو ناروغانو درملنه کوي.

سره له دې چې په دغو کانونو کې کار کول د بخت ازمايل دي او د سیمه يیزو چارواکو په خبره هره میاشت د دوو کسانو ژوند اخلي، کارګران د تنخوا د ترلاسه کولو لپاره له سلګونو کیلومترو لرو سیمو هلته ورځي.

پر دې سیمې تخنیکي څار نشته، چاودنې او اورلګېدنې په کې رامنځته کېږي، یو ځلې کارګرانو په تېروتنه اور ولګاوه چې وژلو يې ۱۵ کاله وخت ونیو.‌

په کانونو کې ګڼ کارګران د لرو پرتو کلیو بېوزله دي چې په میاشت کې د ۱۵۰۰۰ افغانیو د ګټلو لپاره کار کوي.

هغه سکاره چې دوى یې راباسي، د برېښنا تولیدځایونو، د سون توکو، د اوسپنې د تنورونو او د خښتو جوړولو په بټیو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

د دره صوف د کانونو یو کیلوګرام سکاره ۸۵۰۰ کالري تودوخه تولیدوي چې د هېواد دننه پلورل کېږي او پاکستان ته هم صادرېږي.

۲۰ کلن محمدرضا چې واده یې نه دى کړی، له خپل کلي علاوالدین نه تر دره صوف پورې ۲۴ ساعته پلې لار وهي. هغه او دوه ملګري یې څلور خره لري او د کان بهر په یوه غریبانه کوټه کې اوسېږي.

که څه هم هغه د کان په سوریو کې شته ګواښونه مني خو وایي له دغه کار پرته د غریبۍ بله لاره نه لري؛ ځکه د خپلې کورنۍ د نفقې يواځېنی راوړونکی دی.

رضا وایي: «کله چې موږ په دره کې د ژورو کیندنو پرېکړه وکړو نو د کار له خاونده تمه کوو چې موږ ته داسې محافظتي ستنې راکړي چې کان راباندې را ونه غورځي؛ خو که داسې هم ونه کړي، موږ پر ګواښونو سربېره بیا هم پرمخ درومو.»

د دره صوف ۳۰۰ کانونه پر شخصي مالکینو پورې اړه لري. سوداګر په عمومي توګه شاوخوا ۲۰۰ زره افغانې لګوي چې د کان یو نوی سوری پرانیزي او په خپله خوښه د پروژې پر نورو چارو کې اضافي پانګونه کوي.

د دره صوف د ولسوال احمدعلي حسیني په وینا، پانګه وال شاوخوا ۱۰۰۰۰ کارګران په کار ګوماري او ډېر سکاره د لاریو پر چلوونکو خرڅوي.

حکومت د دغو کانونو په اړه د «کار ورسره نه لرو» په څېر تګلاره لري. چارواکي د کانونو کار د قانون د انفاذ پر ځاى یواځې له هغو موټرو مالیه اخلي چې سکاره له سیمې لېږدوي.

مخ پر وده کار

۴۵ کلن اوزبک-توکمی غلام نبي له خپلو دوو زامنو سره د سلمان په نوم د یوه سړي په کان کې کار کوي.

نبي وایي چې د خپلې کورنۍ د شپږو کارګرانو او څلورو خرو پر مټ په میاشت کې تر ۸۰۰۰ ډالر ګټي.

د کان د نورو ګارګرانو په څېر، نبي هم د خپلو خرو ستاينه کوي، د کانونو خره چې پر وښو پايي، په هرو څلورو ورځو کې د یوې لارۍ په اندازه د سکرو بار وړي او د نورو عادي خرو په پرتله چې په بازار کې خرڅېږي، نرخ یې څلور ځلې لوړ وي.

نبي وایي چې دغه ډول خر ۱۵زره افغانۍ بيه لري او رانیول یې یواځې هغه وخت ګټه کوي چې درې خرونه په ګډه په کار وګومارل شي.

د یوې لارۍ د بارولو په بدل کې د نبي په څېر د کان کارګران د سکرو له کیفیت سره سم ۱۶۰۰ تر ۲۳۰۰ افغانۍ اخلي.

حکومت ته د ۱۵۰۰ افغانیو د مالیې له ورکولو وروسته، موټر چلوونکي له درې ورځني سفر وروسته مزارشریف ته ځي او د هر موټر د بار پر سر ۱۰ زره افغانۍ ګټه اخلي.

د حسني په خبره، په داسې حال کې چې د بېکارۍ له امله په کانونو کې کار کولو ته د خلکو لېوالتيا ډېرېږي، د مالیاتو د اخیستو کچه هم لوړیږي.

د پراخ قاچاق له شتون سره، سره د ۲۰۱۱ کال په پرتله د کانونو په برخه کې د افغان حکومت د مالیاتو کچه ۲۸ سلنه زیاته شوې (له ۱ میلیارد نه ۱،۷ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده.))

خو د افغانستان د تورې طلا شتمني به د ډېرې مودې لپاره همداسې په خپل سر پاتې نشي.

محمدرفیع رفیق، د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند افغانستان ټوډې ته ويلي چې د قاچاق او په کانونو کې د ډېرو پېښو د راپورونو له امله دغه وزارت د کانونو د ناقانونه کېندلو په سختۍ کړنې پیل کړې دي.

د هغه په وينا، له دې وروسته د کار میکانیزم داسې دی چې کارګرانو ته لنډمهال تړون ورکول کېږي، امنیتي ځواکونه په کار ګومارل کېږي او قضا به د ناقانونه چارو مخه بندوي.

سرچينه زياتوي چې د کار د تړون له مخې د کارګرانو لپاره باید د خوندېتوب جدي اقدامات په پام کې ونيول شي او پر دې سربېره کارګران باید روغتیايي اسانتیاوو او ښو ماشینونو ته لاسرسی ولري.

رفیق وايي: «دا به د مسلکي کان کیندلو پیلامه او د مرګ-ژوبلو پای وي.»

که څه هم د حکومت مداخله به د قاچاق مخه ډب کړي، خو د تولیداتو کچه او د کاري شرایطو سمون ښايي په بنسټونو، زده کړو او تکنالوجۍ کې بې له نړیوالې پانګونې رامنځته نه شي.

د مارچ په میاشت کې نړیوال بانک په خپل یوه راپور کې وړاندیز وکړ چې د تولیداتو په سیمه يیزو امکاناتو کې پانګونه به د افغانستان له طبیعي شتمنیو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او کارموندنې ور پرانیزي.

راپور وایې چې بی له دغه ډول پروژو، د افغانستان د تورې طلا استخراج به د لسیزو لپاره همدغسې له خطرډک او منزوي کار پاتي شي.

حسني وایي: «د کانونو او پټرولیم وزارت هر کال شاوخوا ۱،۵ میلیارد افغانۍ عاید اخلي خو د خدماتو د سمون او د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره یې کار نه دی کړی. له انجنیرانو سره باید سلا مشورې وشي چې د کیندلو ځایونه خوندي وي. دلته باید کلینیکونه وي چې لومړني خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي. دغه بېوزلي خلک پر هېڅ نه پوهیږي. دوی یواځې کانونو ته ننوځې تر څو یوه ګوله ډوډۍ وګټي، خو په پاى کې د ډبرو ترغرونو لاندې خښېږي.»

دغه راپور د افغانستان ټوډې لخوا چمتو شوی