ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د سيګار راپور رد کړ

د افغانستان ملي دفاع وزارت د سيګار راپور رد کړ

author avatar
11 Oct 2014 - 17:41
د افغانستان ملي دفاع وزارت د سيګار راپور رد کړ
author avatar
11 Oct 2014 - 17:41

کابل (پژواک ١٩ تله ٩٣): د افغانستان دفاع وزارت، د ياد وزارت له لوري د ١٦ الوتکو د پرزه کولو په اړه د “سيګار” راپور رد کړى او ويلي يې دي، چې يادې الوتکې بېرته د امريکا متحده ايالاتونو ته سپارل شوې دي.

سيګار يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څېړونکې ادارې، د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت شپاړس ترانسپورټي الوتکې چې د امريکا د دفاع وزارت له لوري افغانستان ته پېرل شوې وې، ټوټې ټوټې کړي او هغه يې د ٣٢ امريکايي ډالرو په بدل کې پلورلې دي.

 خو د هېواد د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، دغه راپور رد کړى دى.

 عظيمي ويلي، چې د امريکا متحده ايالاتونو افغانستان ته له ايټاليا هېواد څخه د ٤٨٦ ميليون ډالرو په ارزښت، ٢٠ ( C27 ) ډوله ترانسپورټي الوتکې پېرلې، چې له دې ډلې يې شپاړس الوتکې افغانستان ته ورکړل شوي، چې د سپارلو لړۍ يې له ١٣٨٨ لمريز کال څخه تر ١٣٩٠ کال پورې دوام درلود.

 هغه زياته کړې، چې دغه الوتکې د تخنيکي ستونزو، د هغو د پرزو د نه شتون او د ايټالوي کمپنۍ د بندېدو له امله د افغانستان هوايي ځواک لپاره د کارونې وړ نه وې.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ويلي: ” له يوې مودې خبرو اترو وروسته د امريکا لوري ته د هغو   مستردول د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک اړونده هوايي ډګر سيمې څخه د ايساف ځواکونو د اړونده هوايي ډګر سيمې پورې لېږدول شوي او امريکا متحده ايالاتونو ته بېرته تسليم شوې دي.”

 عظيمي ويلي، چې د دغو الوتکو د ټوټه او پرزه کېدو په اړه له هغه وروسته پرېکړې د افغانستان د ملي اردو په هوايي ځواک پورې نه اړوند کېږي او په اړه يې مسووليت نه لري.

امريکايي ځواکونو، چې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي، په دې اړه تر اوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.