کابل (پژواک ٢١ تله ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ اداره د ملګرو ملتونو د يونيسف له نړيوال سازمان سره په ګډه د پوليو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د کرکټ يوه دوستانه لوبه کوي.
په دې برخه کې د دواړو لورو تر منځ تېر کال د ګډو همکاريو يو تړون لاسليک شوى و چې له مخې يې د کرکټ بورډ اداره او ملي لوبغاړي د پوليو پر وړاندې مبارزې او د ماشومانو له حقونو د دفاع په برخه کې د يونيسف نړيوال سازمان ملاتړ کوي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ په اړه د پراخ پوهاوي، د وګړو او کورنيو د پاملرنې جلبولو او د پوليو د مخنيوي په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د يونيسف نړيوال سازمان په همغږۍ سره به د افغان ستورو لوبغاړو په ګډون د کرکټ يوه شل اووريزه لوبه ترسره شي.
هغه زياته کړه، په دې لوبه کې چې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د راتلونکې جمعې په ورځ) د تلې په ٢٥مه) ترسره کېږي، پکې يو شمېر پخواني او اوسني پياوړي لوبغاړي برخه اخلي.
د هغه په وينا، د دې سيالۍ د نندارې لپاره د کرکټ يو شمېر نړيوال لوبغاړي هم کابل ته راغوښتل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، په ټولنه کې د ګڼ شمېر نورو مسووليتونو تر څنګ د پوليو پر وړاندې مبازره هم اړينه ده.
هغه زياته کړه: (( له دې سيالۍ زموږ موخه د کورنيو هڅول دي تر څو د ملي ستورو له پيغامونو څخه زده کړې وکړي او د پوليو پر وړاندې مبارزه په خپلو لومړيتوبونو کې راولي.))
په افغانستان کې د يونيسف د نړيوال سازمان استازی اخيل لېر Akhil Iyer وايي، د پوليو ناروغۍ له امله اغېزمن شوي ماشومان د پنځو کلونو څخه ټيټ عمر لرونکي دي.
هغه زياتوي: ((موږ په ګډه سره هڅه کوو تر څو د افغانستان راتلونکي ځوانان له دې ناروغۍ څخه وژغورو. موږ باوري يو چې ملي ستوري په دغه برخه کې د پام وړ بدلون راوستلی شي .))










