کابل ( پژواک، ٢٨ تله ٩٣ ) : د هېواد د کرکټ د شپاړلس کلنو ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه نن قطر ته روانه شوه.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ به د روانې مياشتې تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل او اوه ورځې به دوام وکړي.
هغه زياته کړه چې په دې يو ورځنۍ ٤٠ اووريزو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ د شپاړلس کلنو ملي لوبډلې برخه اخلي.
هوتک وويل چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د لړم په لومړۍ نېټه له ايران سره، د لړم په دويمه له کويټ ، د لړم په څلورمه له قطر او د لړم په شپږمه له هانګ کانګ سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د شپاړلس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو ته د تګ پر مهال وويل، چې تاسې د افغانستان راتلونکي ستوري ياست او دافغانستان د کرکټ راتلونکى تاسو پورې تړاو لري.
هغه له لوبغاړو وغوښتل، چې په پوره نظم او دسپلين سره لوبې وکړي او هېواد ته وياړونه راوړئ.
د شپاړلس کلنو ملي لوبډله د دغو سياليو مخکنۍ اتلولي له ځانه سره لري.










