منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۷ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: افغانستان ايران ته ستره ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د هېواد د کرکټ د شپاړس کلنو ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې  د ايران هېواد لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د اسيا د پنځو هېوادونو د١٦ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ  اسيايي سيالۍ د تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.

د افغانستان د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان ١٦ کلنو لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له ايران سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې د دې ٤٠ اووريزې يوې ورځنۍ لوبې پچه ايران وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي چې د ايران لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او لوبغاړي يې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٦ اورونو کې په ٢٦ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٢٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري يوسف په زړه پورې لوبه وکړه او د ايران شپږ او قيس دوه لوبغاړي  وسوځول.

د افغانستان د ١٦ کلنو ملي لوبـډلې ياد هدف پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو په څلورم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

يوسف د دې لوبې غوره لوبغاړى ونومول شول.

په دغو سياليو کې د افغانستان تر څنګ د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ د شپاړس کلنو ملي لوبډلې برخه اخلي.

افغانستان به خپله دويمه لوبه د لړم په دويمه له کويټ، د لړم په څلورمه له قطر او د لړم په شپږمه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.

د شپاړس کلنو ملي لوبډله د دغو سياليو مخکنۍ اتلولي له ځان سره لري.