ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل ولايت ٥٠ښوونځي د طالبانو له ګواښ سره مخ دي

په سرپل ولايت ٥٠ښوونځي د طالبانو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
24 Oct 2014 - 16:07
په سرپل ولايت ٥٠ښوونځي د طالبانو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
24 Oct 2014 - 16:07

سرپل (پژواک ٢ لړم ٩٣):  د سرپل ولايت شورا وايي چې په دې ولايت کې شاوخوا ٥٠ ښوونځي د طالبانو له ګواښ سره مخ دي او ددې ښوونځيو معاش او امکانات له څار پرته اجرا کيږي .

د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خرم پژواک اژانس ته وويل چې دغه ښوونځي د شيرم ها په سيمه او د کوهستاناتو او سانچارک په ولسواليو کې د طالبانو د واک په سيمو کې موجود دي .

 نوموړي وويل ، دغه ښوونځي په داسې حال کې اداره کيږي چې د درسي توکو له کمښت او د ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي .

 ده زياته کړه : (( زياتره دغه ښوونځي د وسله والو مخالفينو تر اغېز لاندې دي، د خلکو د معلوماتو په اساس هيڅ ښوونځى په دې سيمو کې سم نه ده فعال او که فعال هم وي ، نو د سيمې د ملايانو له خوا تدريس ورته کيږي ، چې د پوهنې وضعيت له صفر سره مخ کړى دى .))

 خو د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلی وويل ، چې دغلته د پوهنې وضعيت د مخکې په پرتله ښه شوى دى .

 ده زياته کړه ، چې ان د طالبانو د نفوذ په ساحو کې هم ښوونځي د خلکو د مشرانو او مخورو په مرسته اداره کيږي او زده کوونکي خپلو زده کړو ته دوام ورکوي .

 د پوهنې رييس وويل (( دا منم چې يو شمېر ښوونځي د طالبانو د تر واک لاندې سيمو کې دي، خو دا په دې مانا نه ده چې ښوونځي غير فعال دي ، په دا ډول سيمو کې زموږ ښوونځي د مخورو او شوراګانو له خوا اداره کيږي او په همدې اساس يې معاشونه او نور امتيازات اجرا کيږي .))

 دده په خبره ، چې په ځينو سيمو کې د ښځينه ښوونکو د نه شتوالي له امله خلک خپلې لوڼې  ښوونځيو ته نه ليږي .

 د سرپل د پوهنې رياست په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو کمښت تاييدوي او وايي چې له مجبوريته يې ١٤٠٠ قراردادي ښوونکي په دندو ګومارلي دي .

  د سرپل د پوهنې رياست د معلوماتو په اساس ، په دې ولايت کې ٤١٢ښوونځي موجود دي ، چې له دې ډلې څخه ٣٨٧فعال دي او له ١٥٠زره ډير زده کوونکي چې ٤٠سلنه يې نجونې دي زده کړې کوي .

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.