کابل (پژواک ٣ لړم ٩٣): د هېواد د کرکټ د شپاړس کلنو ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د کويټ هېواد لوبډلې ته هم ستره ماتې ورکړه.
د اسيا د پنځو هېوادونو د١٦ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ اسيايي سيالۍ د تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په درېيمه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان ١٦ کلنو لوبډلې پرون خپله دويمه لوبه له کويټ سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه چې د دې ٤٠ اووريزې يوې ورځنۍ لوبې پچه کويټ وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هوتک وايي چې د کويټ لوبـډله په ٢٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٦٩ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٧٠ منډو هدف ورکړه.
د هغه په وينا، د افغانستان د شپاړس کلنو لوبډلې له لوري عبدالواسع د سيالې لوبډلې اوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د افغانستان د ١٦ کلنو لوبډلې په يوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
افغانستان تر دې مخکې ايران ته هم ماتې ورکړې وه.
په دغو سياليو کې د افغانستان تر څنګ د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ د شپاړس کلنو ملي لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان به خپله درېيمه لوبه د لړم په څلورمه له قطر او د لړم په شپږمه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.
د شپاړس کلنو ملي لوبډله د دغو سياليو مخکنۍ اتلولي له ځان سره لري.










