کابل (پژواک ٤ لړم ٩٣): د هېواد د کرکټ د شپاړس کلنو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د قطر هېواد لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د اسيا د پنځو هېوادونو د ١٦ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ اسيايي سيالۍ د تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان ١٦ کلنو لوبډلې خپله درېيمه لوبه، نن (د لړم څلورمه) له قطر سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د دې څلوېښتم اوريزې يوې ورځنۍ لوبې پچه کويټ وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې تر څلوېښتم اور پورې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، ٦٣ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۶۴ منډو هدف ورکړ.
د هغه په وينا، افغان لوبډلې توپ اچوونکو له لوري محمد صابر ۳، قيس ۳ او عصمت د سيالې لوبډلې يو لوبغاړی وسوځاوه.
د کرکټ بورډ وياند وويل، د افغانستان د ١٦ کلنو لوبډلې د سيالۍ په اووم اور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو سره، ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د نهو ويکټو په توپير وګټله.
افغانستان تردې مخکې کويټ او ايران ته هم ماتې ورکړې وې.
په دغو سياليو کې د افغانستان تر څنګ د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ د شپاړس کلنو ملي لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان به خپله څلورمه لوبه له هانګ کانګ سره د لړم په شپږمه ترسره کړي.
د شپاړس کلنو ملي لوبډله، د دغو سياليو مخکينۍ اتلولي له ځان سره لري.










