منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۴ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان په کرکټ کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ ځوانانو ملي لوبډله په يوه ورځنۍ لوبه کې خپلې پاکستانۍ سيالۍ لوبـډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د يو لړ سياليو او تمريناتو په موخه د پاکستان په سفر تللې ده او نن يې د پاکستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې سره ددريو ورځنيو لوبو څخه لومړۍ ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ پورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله يې او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې دغه لوبه دوه ځلې د باران له امله وځنډېده او د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې لوبه له ٥٠ اورونو څخه ٣٣ اورونو ته راټيټه شوه.

هوتک وويل چې د پاکستان د ١٩ کلنو لوبډله د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبه امله په درې دېرشم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې جوړې کړې.

دى وايي چې د افغانستان له لوري ضياء الرحمن په زړه پورې لوبه وکړه او دپاکستان درې لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز مسلم موسى، جاوېد، رشيد او جمعه ګل هم يو يو لوبغاړى وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند وويل چې د لوبې په مينځ کې باران وشو، چې لوبڅارانو د کرکټ دقانون له مخې افغانستان ته په ٢٢ اورونو کې د ١٠٢ منډو هدف ورکړ.

هوتک زياتوي چې افغانستان ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو په شپاړسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 

د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي ٦٦ او شاهدالله ٣٣ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، افغان لوبغاړى حضرت الله ځاځى  چې ٦٦ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به دوه نورې يوه ورځنۍ لوبې هم له پاکستان سره ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې تېر کال هم د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې د فريداحمد ملک د ښې لوبې له امله پاکستان ته ماتې  ورکړې وه.