کابل ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٦ کلنو ځوانانو لوبډلې په قطر کې د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.
د اسيا د پنځو هېوادونو د ١٦ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ اسيايي سيالۍ د تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او نن دافغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ١٦ کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې کپتان پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
نوموړى وايي چې افغانستان په ټاکل شويو ٤٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٢ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته يې د ٢١٣ منډو هدف ورکړ.
د هوتک په وينا، د افغانستان له لوري سيد مجاهد ٥٢، او رحماني ٤٠ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د هانګ کانګ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړى ، ټوله لوبډله يې په ٢٤ اورونو کې په ٦٦ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٠ منډو په توپير سره وګټله.
دى وايي چې د افغانستان له لوري عبدالواسع د هانګ کانګ پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان تر دې مخکې په دې سياليو کې قطر، کويټ او ايران ته هم ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د ١٦ کلنو ځوانانو لوبډلې په دې سياليو کې ټولو لوبـډلو ته په ماتې ورکولو سره لومړى مقام خپل او ددې سياليو اتلولي يې وګټله .
افغانستان ددې سياليو دفاعي اتل و، تېر ځل هم افغانستان دا سيالۍ ګټلې وې.










