کابل (پژواک ٧ لړم ٩٣): د کرکټ ملي شپاړلس کلنه لوبډله د اسيا شپاړلس کلنو ايليت جام سياليو د اتلولۍ له جام سره، نن هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان د کرکټ د ١٦ کلنو ځوانانو لوبډلې، پرون (د لړم شپږمه) په قطر کې د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.
د اسيا د پنځو هېوادونو د ١٦ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ اسيايي سيالۍ د تلې په ٣٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او پرون د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په اوومه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل په هوايي ډګر کې د کرکټ بورډ ادارې چارواکو، دولتي غړو، د کرکټ بورډ کارکوونکو او مينه والو له خوا د دې لوبډلې تود هرکلى وشو.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د تنکيو ملي شپاړلس کلنو لوبغاړو بريا د ځوان افغانستان بريا وبلله.
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د شپاړلس کلنو ملي لوبډلې بريا په هېواد کې د کرکټ روښانه راتلونکي په لور يو بل کوټلي ګام وباله.
د ځوانانو چارو مرستيال اسحاقزي هم چې د ملي شپاړلس کلنو لوبغاړو هرکلي لپاره هوايي ډګر ته راغلى وو، وويل چې زموږ شپاړلس کلنو لوبغاړو استعدادونه د ستايلو دي.
بايد وويل شي، چې افغانستان د دې سياليو دفاعي اتل و، تېر ځل هم افغانستان دا سيالۍ ګټلې وې.










