ګردېز (پژواک ٨ لړم ٩٣): د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې يو ورزشي لوبغالى جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه لوبغالي د پرانيستې په مراسمو کې چې په ياده ولسوالۍ کې جوړ شوى، د پکتيا والي جمعه خان همدرد، د ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلانو، د سميې قومي مشرانو او لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ورزشي لوبغالي کې چې پر نړيوال معيار جوړ شوی، ۷۶۰ زره يورو چې څه باندې يو ميليون ډالره کېږي، لګښت راغلی چې د المان هېواد له خواورکړل شوى دى.
دی وايي په ياد لوبغالي کې پر يو وخت ۹۰۰۰ کسان ځايېدلی شي او سربېره پر لوبغالي اداري خونې، صالون او نور اړين ملحقات هم لري.
د پکتيا سرپرست والي د پرانېستې پر مهال د المان هېواد له همکارۍ مننه وکړه او دا پروژه يې د افغانستان او المان ملګرتيا نښه وبلله.
له بلې خوا د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه لوبغالي د پرانيستې له امله خوښي ښيي او وايي چې د لوبې په برخه کې يې د ځای د نشتوالي ستونزه کمه شوه.
د يادې ولسوالۍ يو لوبغاړى اسدالله مخلص وايي: ((موږ پخوا په دې ولسوالۍ کې د لوبو لپاره مناسب ځای نه لاره خو اوس چې دغه سټېډيوم جوړ شو، موږ کولای شو چې بېلابېلې لوبې په کې ترسره کړو.))
نوموړی وايي څمکني يوه لويه سرحدي ولسوالي ده، نه يوازې د دې، بلکې د نږدې ولسواليو لوبغاړي هم کولای شي چې د سيالو په ترسره کولو کې له دغه سټېډيومه ګټه واخلي.
په پکتيا کې دوه د لوبو ميدانونه شته چې يو يې په مرکز ګردېز او بل په څکمنيو ولسوالۍ کې دی خو د دغه ولايت لوبغاړي د لوبو لپاره د ورته ميدانونو جوړولو غوښتنه کوي.
دا مهال په پکتيا ولايت کې زرګونه ځوانان پر بېلابېلو لوبو بوخت دي چې ډېره برخه يې د کرکټ لوبې لوبغاړي جوړوي.