منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان له پاکستان څخه د یو ورځني کرکټ لړۍ وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل ( پژواک، ۹ لړم ۹۳ ) : د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د پاکستان ملي نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د دری یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر یوه لوبه وګټله.

د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنې لوبډلې د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې درې تمریناتي سیالۍ ترسره کړي چې له دریو څخه د دوه سیالیو په ګټلو سره یې د تمریناتي سیالیو اتلولي خپله کړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لړم په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د  دریمې لوبې پچه د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبغاړو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې افغان ملي نولس کلنو لوبغاړو په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۳ منډې جوړې او پاکستان ملي نولس کلنو لوبغاړو ته یې د ۲۲۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې احسان الله ۶۵، محمد سردار ۵۶ او حضرت الله ۴۲ منډې جوړې کړې.

هوتک وویل چې پاکستاني ملي نولس کلنو لوبغاړو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۲ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۵۴ منډو په جوړولو سره سیالي د افغانستان په ګټه وبایلله.

 د افغان توپ اچونکو له لوري ضیاءالرحمن اکبر ۴ او شاهدالله د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

احسان الله د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

تر دې مخې ددې سیالیو یوه لوبه افغانستان او یوه پاکستان ګټلې وه.

دا لومړی ځل دی افغانستان له پاکستان څخه ددریو لوبو لړۍ ګټي.