لښکرګاه(پژواک ۱١ لړم ۹۳):د هلمند ولايت چارواکي وايي چې له چاودېدنکو توکو ډک موټر او درې مشوک کسان يې نيولي دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا موټر يې تېره ورځ ناوخته په لښکرګاه ښار کې نيولى دى.
د عبيد په وينا، د ښار د لومړۍ حوزې پوليسو دا موټر په داسې حال کې نيولى، چې يوه مستري يې ښيښې بدلولې.
نوموړى زياتوي، چې د ياد موټربم په تور يې درې مشکوک کسان نيولي ، پلټنې ترې روانې دي ، خو د هغوى د هويت په تړاو يې څه ونه ويل.
په هلمند کې د موټر بم د نيولو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي، چې تېر ورځ په لوګر ولايت کې د ورته موټر بم په چاودنه کې ١٤ تنه ووژل شول او ٢٨ نور ټپيان دي.
دا پېښه د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د يوه مرکز مخې ته شوې ، خو د چارواکو په وينا، د پېښې ډېرى قربانيان ملکي وګړي دي.